ژوندون له تا پيلوم، مانا له تا اخلمه
ګرانې ړندو سترګو ته،رڼا له تا اخلمه
تا مې خپل لمونځ ګڼمه،راحت هم تا کې وینم
احساس هم ته رکوې ،دعا له تا اخلمه
راشئ هغه وګورئ،ګلاب مې یار ته وایی
وږمه له تا اخلمه،ښکلا له تا اخلمه
بیلتون تورمخي راته ، بدرنګه غږ کې وایې
تا له اشنا اخلمه،اشنا له تا اخلمه
رستمه پوه به نه شې،یولغمان چل کومه
ژړا پرتا درسپارم،خندا له تا اخلمه
03.04.2010
- فضل الربي رستم
غزل
د حالاتو پېچ و خم سړی خراب کړي کله کله د چا غم سړی خراب کړي
جنتونه يې له سره صدقه کړي غنمرنګ لکه ادم سړی خراب کړي
محبت د يوې داسې بلا نوم دی هم...
04.04.2010
- فضل الربي رستم
غزل
خوږه یوه نغمـــــــــــــــه وه په سیتار نه مړیـــــــــــــــــــدمدسترګوپــــــــــه جګړه کی په خپل وار نه مړیــــــــــدم
تیارونه په رُخصت نور دسپوږمۍ کلي ته راغــــــلمدزلفو نه راکوز شوم پــــــــــــــه رخسارنه مړيـــــــــــدم...