داستا د خولې پستې پستې خبرې
زما د زړه رباب ته ترنګ ورکوي
غمونه ټول رانه په واک کې واخلي
دژوند ښکلا ته نوی رنګ ورکوي
»»»
نن مې ده څومره بې وسي ګلابه
څومره پریشانه زنده ګي تېره وم
څنګه به خوند له ژوندانه واخلمه
چی بې له تا نه زنده ګي تېره وم
»»»
ګرانې چې ته کله په خیال کې راشې
د بې وسۍ دېوال ته غلی کینم
ځان ته په چیغو چیغو وژاړمه
د تنهایي دېوال ته غلی کینم
»»»
ګومان مې نشي چې به تا ووینم
هجران په غېږ کې رانیولی یمه
پښې او لاسونه یې راته کلک تړلي
د هجر تورې بَله وړی  یمه
»»»
زړګکی یم په زنده ګي ستومانه
چې ته زما او زه له تا نه لرې
شم به ژوندی بېرته به ساه واخلمه
که راته و دې کړې یوڅوخبرې
»»»
وو به ترڅو دیو او بل په تمه 
تر څو به ژوند په انتظار تېره وو
د سپینو اوښکو ملغلرو کاروان
د بیلتانه په ستړی  لار تېره وو
»»»
ای کله چې تا د واده لاس سره کول
په بې وسۍ دې ګرانې ډېر وژاړل؟
زما راتلو لاره دې ډېر کاته؟
په بې کسي دې ګرانې ډېر وژاړل؟
»»»
دغه حالاتو زړه ته څړېکه راکړه
چې مې لا سترګو ځینې اوښکې لاړې
د ستا په مخ باندې مسکا خوند کوي
نوره د بس وي ګرانې ونه ژاړې
»»»
 یاسین شفق سعودی عرب