دروغ

څلور تنه محصلین چې په ځان پوره باوري ول، د سمستر د وروستي ازموینې نه یوه اونۍ وړاندې چکر ته لاړل او په ی بل ښار کې له خپلو ملګرو سره په مېله بوخت شول. کله چې خپل ښار ته راستانه شول، پوه شول چې دوي د امتحان د کره نېټې په اړه اشتباه کړېوه او د سه شنبې پرځای، ازموینه د دوشنې په سهار اخیستل شوې وه. محصلین لاړل چې خپل استاد پېدا کړي او هغوي ته ووایي چې دوي ولې ونشو کولای چې په ازموینه کې برخه واخلي.

څلور واړه محصلین له ډېر سوچ او فکر وروسته له ځانه سره پرېکړه وکړه او د استاد څنګ ته لاړل.

هغوي استاد ته وویل:

مونږ بل ښار ته تللي و، کله چې بېرته راستنېدو، د موټر ټایر مو پنجر شو. مونږ ونشو کولای چې څوک پېدا کړو چې خپل د موټر شټپني مونږ ته راکړي، ځکه نو وځنډېدو.

استاد له ډېر سوچ وروسته ومنله او هغوي ته يې وویل چې بله ورځ راشئ او خپله ازموینه ورکړئ.

څلور واړه محصلین بله ورځ د ازموینې لپاره لاړل. استاد څلور واړه بېلابېلو کوټو ته واستوه او هر یو ته يې د ازموینې د پوښتنو پاڼه ورکړه. هغوي خپل لومړي پوښتنې ته چې ۵ نمرې يې لرلې، ځواب ورکړ. دغه پوښتنه ډېره اسانه وه او دوي وکولای شول چې په ډېر کم وخت کې ځواب کړي.

کله چې دوهمې پوښتنې ته لاړل، په هر یوې باندې خولې ماتې شوې، رنګونه يې تک زیړ شو. نه پوهېدل څه وکړي. دوهمه پوښتنه داسې وه چې:

تاسې چې کله خپل ښار ته راستنېدۍ، ستاسې د موټر کوم ټایر پنچر شوی و؟؟؟

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۸ جوزا ۱۳۹۰

۸ جون ۲۰۱۱

صفا راډیو