بدبخت

کله چې راویښ شوم، بدن مې ټول خوږېده او سوځېده. خپلې سترګې مې خلاصې کړلې. ومې لېده چې یوه نرسه مې ترڅنګ ولاړه ده. راته يې وویل:

ښاغلی فوجیما! تاسې د خپل ښار تر ټولو نیک بخته انسان یاست. تاسې د هیروشیما د ایټمي بمبار څخه روغ پاتې شوې. تاسې اوس په دې روغتون کې یاست.

ما پوښتنه وکړه:

زه چېرته یم؟

هغې ځواب راکړ:

 په ناګازاکي کې.

 

لیکوال Alan E Mayer

ژباړن: شرین اغا جهانګیر

۱۸ جوزا ۱۳۹۰

۸ جون ۲۰۱۱

یادونه:( په همدې ورځ باندې په ناګازاکي هم امریکا ایټمي وسله وکاروله او ټول ښار يې له خاورو سره خاورې کړ)