عدالت

اخ

د دوزخ په دې توده دښته کې

د وخت پاچا راته یو جام یخې اوبه راکړلې

او

دغه دی بیا خدای د انصاف د ترازو پلونه وخوزاوه

خدای بیا انصاف وکړ

او

بیا يې عدالت ټینګ کړ

بیا یی د چا تور سرې پېغلې

 سوال بې ځوابه نکړ

بیا یې د وخت د فرعون کور کې بل موسی پېدا کړ

کوچنی موسی

 د زمانې د خدای ګریوان ونیوه

ږیره يې کلکه کړه

 پر مخ يې ورته ټنګ ورکړ

فرعون همغه فرعون

 خو موسی هغه نه دی

ځکه چې دا ګذار تر هغه ګذار سخت ګذار و

ده په یوه ګذار د خپل فرعون نه سا وایسته

او ددې دور اسرایل يې له عذابه خلاص کړ

شیرین اغا جهانګیر

۱۲ جولای ۲۰۱۱

۲۱ سرطان ۱۳۹۰