جنګ بس کړې!

 

بس کړئ!

بس کړئ!

جنګ مو بس کړئ!

د قدرت جنګ

د هوس جنګ

د شهوت او د شهرت جنګ

دا بدرنګ جنګ

*****

لږ خو صبر

لږ قرار شئ!

لږ مو پرېږدې په قراره

کور مو وران دی

ښار مو وران دی

ګودر سوی چنار سوی

ټولې کلي کنډوالې سوې

او

دیرې مو هدیرې سوې

منارونه نړيدلي

جوماتونه شهیدان شول

تاسې لا په جنګ اخته یاست

دا په کوم یو ننګ اخته یاست؟

دا شبخون د څه لپاره

دا ژوندون د څه لپاره؟

****

بس یوه شېبه جنګ بس کړئ!

یو ماشوم په خوب ویده دی

یو بورا په ګلو ناست دی

یو شبنم په پاڼه پروت دی

یوه سیوۍ له خپلې سوړې سر ایستلی

یوه بتکه سر اوبو کې غوټه کړی

یوه جرګه په دانو باندې اخته دی

یو ښارو په بلی ناست دی

یو ملخ يې ده په خوله کې

او

هلته درز د دیواله کې

چې خځلې ترې راوتي

د ښارو بچی چڼیږي

****

د یوې شېبې لپاره

ددې وران دیوال سایې ته

ټوپک کښېږدې

دمه وکړئ

تر هغې به د چنار په څانګه ناتسه

توتکۍ سندرې وکړي

د ګودر په شنو اوبو کې

یوه چونګښه چغې وکړي

یو ماشوم د مور ترمخه

د ازغو پنډ پشا کړی را روان دی

د څپلکو پوزکی يې دی شلیدلی

د جامو پیوند يي ورایه نه ښکاریږي

په ماشوم مخ يې د سپینو خولو څاڅکي راروانې

مخ ته لاړ شي

ټکنی شي، شاته ګوري

مورته وايي

هله زر شه

مورې زر شه

وږی شوی یمه زر شه

مور چاپکه شي پښه تیز کړي

په یو درنګ کې ددې وران کلي کنډرو کې پنا شي

یوه پېغله د کلا له نړېدلې منارې نه

سر را پورته کړي د کلي لاره څاري

ښه شېبه د وران ګودر تماشه وکړي

په ټول کلي خاموشي د غم خوره وي

سپېنې اوښکې يې راډنډ شي په لیمو کې

پلو کش کړي

اوښکي پاکې کړي او کوز شي

*****

د یوې شېبې لپاره

په ماشه کې ګوته مه ږدئ

تنده ماته کړئ ډک جام د اوبو وڅکئ!

ګوندې بیا ددې بر کلي په شنو پولو

یوه ډله د ښوونځي ماشومان راشي

د ګلاب کاکا د میو له شنه فصله

په غلا ډک کاندي لمنې او جبونه
بیا ګلاب کاکا له ورایه چغې وکړي

وار خطا شي ماشومان له یرې هی کړي

یو تیندک وخوري او نور پرې راګذار شي

****

لږ څه تم شئ!

لږ خو تم شئ

هن دا واخلئ!

دا وری د شنو انګورو

د ټوپک میل ته مو کښېږدئ

لږ ترې وخورئ!

لږ ترې پرېږدئ!

چېرته لرې په کوڅه کې

سپی غپیږي

د غويی نارې سورې دي

د بر باغ د الوچو څانګې خوزیږي

د انګورو تاک ته بیا څوک ورختلی

باغوان نشته چې د سپي زنځیر ایله کړي

او ناری شې چې

 باز خانه اکا زه یم

****

 

 

شیرین اغا جهانګیر

۰۷-۰۷-۲۰۱۱

د ستورو سیند