بلا

لیکوال: الستور

 

 

·       هیله ده د کم عمر لرونکي دې دا کیسه نه لولي!

·       د پنځلسو نه کم او د پنځوسو نه زیات عمر لرونکي دي نه لولي!

·       هغه خلک چې  د زړه ناروغي لري، دا کیسه دې نه لولي!

 

 

یو موسیقۍ ته ورته  آواز وشو. داسې آواز چې د پخوانیو ټېلېفونو د زنګ آواز ته ورته و!

۳۲ کلنه مریمه خپل ۱۰ کلن زوی کامران ته وویل:" کامرانه زویه! خځلې د کور مخې ته کښېږده! د ښاروالۍ موټر راغی."

کامران پوښتنه وکړه:  " مورې! هماغه د خځلو او کثافاتو موټر؟"

مریمې وویل:" زویه! داسې مه وایه! بده ده. باید ووایئ( د ښاروالۍ موټر)"

د مریم ۳۵ کلن خاوند، علي؛ چغې کړې: " وه ښځې! څله يې زوروئ، پرېږده چې ارامه وي!"

د مریم خاوند په زوره زوره وخندیده او تشناب ته د لامبا لپاره ننوته.

کله چې مریم مطمئنه شوه چې خاوند يې نشته، خپل زوي کامران ته يې بیا وویل:"  د ښاروالۍ موټر!!! اوس زر لاړ شه چې درنه لاړ نه شي!"

کامران خپل د لوبو ټوپک ځمکې ته ګذار کړ او د دروازې په طرف لاړ.

د څو شېبو وروسته د ښاروالۍ د موټر د تللو غږ د مریمې غوږ ته راغی. د تشناب د اوبو شړپهار اورېدل کېده. علی په داسې حال کې له تشنابه رابهر شو چې جانپاک يې تر ځانه تاو کړی و. له مریم نه يې پوښتنه وکړه:

کامران چیرې؟

مریم وویل:

خځلې د دروازې مخ ته ږدي. اوس به راشي.

علي وویل:

ځه لاړه شه! هغه دننه راوله! کیدای بیا د کڅې له ماشومانو سره په لوبو بوخت وي. د شپې په دې وخت کې بهر کې لوبې خطرناکې وي!

مریم د هغه خبره تائید کړ او ويې ویل:

ته رښتیا وايې!

مریم خپل څادر په سر سم کړ او د دروازې په طرف لاړه. په کوڅه کې داسې چوپتیا خوره وه چې که د خپلو ګوتو تق دې ایستی وای، ټوله کوڅه کې به يې انګازې کولې. مریم په ټوله کوڅه کې ښکته پورته وګرځېده، مګر کامران يې ونه مونده. کله چې بېرته راستنه شوه، پوه شوه چې علي هم خپلې جامې اغوستي او د هغې پسې کوڅې ته راوتی دی.

علي پوښتنه وکړه:

چیرته دی؟

نشته! ټوله کوڅه مې ولټوله! نشته!

علي ددې پرځای چې د کامران غم وکړي، تر پخوا لاډېر غوصه شو او ويې ویل:

یو ځل دې دی زما ګوتو ته راشي، دومره يې ووهلم چې خپل پوه شي چې له سیره څو پخیږي!

مریم وویل:

باید پولیس خبر کړو!

علی وویل:

دومره سوچ مکوه! حتما د خپل کوم دوست کورته لاړ دی! تېر ځل هم د احمد دوي کورته لاړ و.

مریم غوښتل څه ووایي، مګر علي يې خبره پرېکړه:

ته راشه! ټولو ملګرو ته يې زنګ وهو! که مو پېدا کړه، ښه ترښه او که مو پېدا نکړ نو بیا زه خپله پولیسو ته ورځم.

مریم بې له ځنډه کورته ننوته. د ټېلیفون ګوشي يې پورته کړه او په زنګ وهلو يې پېل وکړ. هغې د کامران ټولو ملګرو ته زنګ وواهه.

هیڅوک د کامران په اړه نه پوهېدل. ختی د کامران نږدې ملګری؛ سعید هم د هغه نه بې خبره و. مګر سعید هغوي ته یوه خبره وکړه. د سعید په دې خبره د هغوي په وجود لړزه راغله.

سعید په خپل ماشومانه اندازه وویل:

د کامران د کټ لاندې د هغه یو بکس دی. هغه به خپل ټول رازونه هلته پټولو. که څه هم ما له هغه سره وعده کړېوه چې چاته به يې نه وایم، مګر نه پوهیږم چې ولې مې تاسې ته وویل. ښه خیر، کیدای شي له تاسې سره مرسته وکړي.

مریم او علي په منډه د کامران د کټ له لاندې نه د هغه بکس رابهر کړ. مګر بکس قلف و. بکس په یو طلايي قلف باندې تړل شوی و.

مریم یوه شېبه بکس ته حېرانه ولاړ وه، لاړه او څټک يې راوړلو. علي په ډېر زحمت وکولای شو چې قلف مات کړي. د بکس په مڼځ کې یو زوړ کاغذ ایښی و!!!

علي په ډېر احتیاط سره کاغذ له بکسه راواخیسته او ویې کاته. په کاغذ باندې په ماشومو ګوتو باندې نقاشي شوېوه.

مریم پوښتنه وکړه:

دا څه دي؟

عجیبه نقاشي وه. یو دنګ او غټ موجود. زیړې سترګې يې لرلې. بدن يې په ویښتانو پوخلی و. اوږدې اوږدې ګوتې او تېره تېره نوکان يې درلود. پښې يې هم د لاسونو په شان غټې او نوکان يې لکه د چړو راوتي و. د ددغه وحشتناک مخلوق له خولې نه وینې څڅېدې.

مریم بیا پوښتنه وکړه:

شیشکه ده؟

علی مخالفت وکړ او ويې ویل:

ګمان نه کوم چې دا دې شیشکه وي. څهره يې د سړو دی.

مریم بیا وپوښتل:

ددې نقاشۍ معنی څه ده؟

علي وویل:

زه نه پوهیږم! مګر...هو! پېدا مې کړ! ددې کار چاره زما له تره؛ حسین سره دی!

مریم وویل:

ستا تره؟ تاته د هغه کور معلوم دی؟

علي وویل:

هو! ها بل پرون ورکره مېلمه وم! که دغه مخلوق په رښتیا سره شتون ولري او خرافات نه وي، زما تره حسین به يې ضرور وپيژني. هغه ډېر زاړه فکرونه لري. هغه یو پخوانی سړی دی. ځان برابر کړه چې لاړ شو!

مریم په وارخطا غږ پوښتنه وکړه:

څه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

علي وویل:

لئوناردو داوینچي! دا د ټوکو وخت نه دی! جګه شه چې لاړ شو! زر شه!

مریم خپل زوي ته وارخطا وه.ډېر زر يې ځان تیار کړ. خپل موټر ته پورته شول او د حسین د کور په طرف روان شول.

هغوي ډېر زر د حسین کورته ورسېدل. هغه يې له خوبه رابېدار کړ. هغه په دې خاطر چې له دروند خوبه يې راویښ کړی و، په غوصه نشو. هغه کوښښ کاوه چې د هغوي سمه مېلمه پالنه وکړي.

علي وویل:

ګوره تره! زه پوهیږم چې ډېر ناوخته دی.....مګر....

بیا يې خپل تره ته انځور ورکړ او ورته يې وویل:

کېدای شي ووایاست چې په دې نقاشۍ کې تاسې څه وینئ؟

حسین خفه او وراخطا وراخطا نقاشۍ ته وکاته او ويې ویل:

دا یواځې یو ماشومانه نقاشي ده.

مریم او علي ناهیلي شوي و، غوښتل يې پورته شي چې حسین ورته وویل:

دا... صبر وکړئ چې ووینم..... بسم الله الرحمن الرحیم....! دا مو له کوم قبر نه راوړی دی؟

د حسین غږ ډېر اوچت و، علي وارخطا شو او ويې ویل:

که رښتیا ووایو نو کامران نن شپه ورک شو. مونږ دا نقاشي د هغه د تخت لاندې په یو بند بکس کې پېدا کړ.

تره يې وویل:

ان الله و انا الیه راجعون

علي په غوصه شو او ويې ویل:

یعنې څه؟ ستاسو مقصد څه دی؟

تره يې بې له کومې پاملرنې وویل:

حتما د همدې نقاشي په خاطر يې هغه وژلی دی! بېچاره ماشوم!!!

مریم هم غوصه شوه:

کامران نه دی مړ شوی! تاسې پوهیږئ چې څه وايئ؟

حسین وویل:

ګورئ. د خدای په خاطر! هر څنګه چې کیږي، دا انځور دغه بلا ته بېرته ورکړئ، تر څو دا بلا ستاسې له سره پورته شي. ای خدایه.........!

علي وویل:

نه تره! ته باید اول ووایې چې خبره څه ده!

تره يې یوه شېبه غلی و او بیا يې وویل:

بلا.....!!! هو!!!!! هغه خپله و، دا ماشوم ډېر زیرک و، د زیرکتیا له مخې يې د دې بلا انځور نقاشي کړی و. مګر ددې لپاره چې د بلا عکس د بل چا تر ګوتو ونه رسي، هغه يې وژلی او خوړلی دی! اوس وروستي ښکار يې مونږ یو!

مریم پوښتنه وکړه:

اوس څه وکړو؟

حسین وویل:

دا عسک ور وسپارئ! او نور هر څه هېر کړئ! اوس يې مونږ وروستی هدف یو.

علي پوښتنه وکړه:

ولی تاسې؟