ملنګ
د پارک یوې
څنډې ته ناست و او خپله امساء يې په دواړو لاسونو کلک نیولی و. په آسمان کې
تالنده او برېښنا شوه. ورو ورو باران په ورېدو شو. سپین ږیری له خپله ځایه پورته
شو. خپله امساء يې د خپلو پښو په منځ کې کلک ونیوه. خپل دواړه لاسونه يې اوږد کړ
چې ګوندې لاس ته يې د باران څاڅکي راپریوځي.
ناڅاپه يې
کوم نرم څیز لاسونه لمس کړ... هغه غوښتل سوچ وکړي چې دا به څه وي چې د یوې وړې
نجلۍ غږ يې تر غوږ شو:
مورې! پېسې
مې دې ملنګ ته ورکړئ!
ژباړن: شیرین اغا
جهانګیر
-۶-۶-۲۰۱۱
۱۶ جوزا ۱۳۹۰
صفا راډیو