مینه

یوه مېرمنه له کوره وتله، څه ګوي چې د دروازې تر څنګ درې سپین ږيري چې سپینې جامې يې په تن وې او ښکلې ږیرې يې لرلې، ولاړ ول. ښځې هغو ته وویل:" زه تاسې نه پېژنم، مګر ګمان کوم چې تاسې لوږي په سر اخیستې یاست، مهرباني وکړئ او کورته راسره لاړ شئ، زه درته د خوړلو لپاره څه تیار کړم!"

سپین ږیرو پوښتنه وکړه:" ستاسې خاوند په کور کې دی؟"

مېرمنې ځواب ورکړ:"  نه، هغه بهر کار ته تللی دی"

سپین ږیرو وویل:" مونږ نشو کولای چې د هغه تر راتګه پورې له تاسره لاړ شو، مونږ به انتظار وکړو چې هغه راشي"

ماښام چې کله د ښځې خاوند کور ته راستون شو، ښځې يې ورته ټوله کیسه وکړه. خاوند يې خپلې مېرمنې ته وویل:" ځه هغوي ته ووایه چې خاوند مې راغی، تاسې کولای شئ چې کورته راشئ"

ښځه بهر ووته او سپین ږیرو ته يې د ننوتلو وړاندیز وکړ.

هغوي وویل:څ" مونږ په ګډه کورته ته نه در ننوځو"  

ښځې په ډېر تعجب پوښتنه وکړه:" ولې؟"

 یو سپین ږیري نورو ته اشاره وکړه او ويې ویل:"  ددغه نوم شتمني ده، ددغه نوم کامیابي ده او زما نوم مینه ده، تاسې کولای شئ چې یو له مونږ نه له ځانه سره یوسئ"

مېرمنه خپل خاوند څنګ ته لاړه او هغه ته يې کیسه تېره کړه. خاوند  يې وویل:"  څومره ښه، باید شتمني را دننه کړو، تر څو کور مو له شتمنیو ډک شي"

 مېرمنې يې وویل:"  ولی کامیابي را نه ولو؟"

 وړوکی زوی يې د خپلې مور خبره پرېکړه او ويې ویل:" مینه راوغواړئ! پرېږدئ چې کور مو له مینې ډک شي!"

ښځې او خاوند د خپل زوي خبره ومنله او د مینې نه يې د ننوتلو غوښتنه وکړه.

د مینې له روانېدو سره سم کامیابي او شتنمي هم له هغه سره روان شول. ښځې له هغوي نه په تعجب پوښتنه وکړه:" تاسې  چېرته ځئ؟"

سپین ږیرو وویل:" که تاسې شتمني او یا کامیابي غوښتله، نور به له هغه سره نه راتله، مګر چېرته چې مینه وي، هلته شتمني او کامیابي هم وي"

 

شیرین اغا جهانګیر

۹ جوزا ۱۳۹۰

۳۰ می ۲۰۱۱

صفا راډیو، جلال کوټ