وجدان

یوه لویه ډله، بې رحمه انسانان، د وینو تږي، د مرګ قاصدان ؛ چې سترګې يې له غوصې تکې سرې اوښتې وې، بیچاره بندي افسر يې سړک ته راوویسته. د افسر لاسونه په پړي کلک تړل شوي و. هغه لوړ قد او جګه تنه درلوده. خپل سر يې پورته نیولی و او شاهانه ګامونه يې اخیسته.

د هغه له دروند او مغرورانه انداز څخه داسې ښکارېده چې هغه په هغو خلکو ملنډې وهلې او کرکه يې ترې کوله چې ترې را تاو  و او هغه يې سړک ته را ایستی و.  له افسره راتاوه ډله له ډېرې کرکې همدا چغې وهلې چې:

-  ډزې پرې وکړئ! مړ يې کړئ! همدا اوس يې مرۍ پرې کړئ او کار يې ور خلاص کړئ! هغه جنایتکاره دی. مړ يې کړئ!

دا هغه افسر و چې د خلکو د عمومي خوځښت پرمهال يې د دولت ننګه کوله. خلک نن هغه سړک ته ددې لپاره راکاږله چې د خپل جرم سزا ورته ورکړي.

افسر له ځانه سره وویل:

- اوس څه کولی شم؟ ښه نو، څوک نشي کولی چې د تل لپاره بریالی اوسي. اوس هیڅ نشم کولای. کیدای شي زما د مرګ نېټه به رارسېدلی وي. کیدای شي همدا زما برخلیک وي.

ددې سره سره چې نا هیله شوی و،  په ډېرې سړې سینې سره يې خپلې اوږې پورته واچولې او ترې راتاوو کسانو ته مسکی شو.

چغې زیاتې شوې. افسر واورېده چې یو چا ویل:

- خپله دی! همغه افسر! همدا نن سهر يې هم پر مونږ ګولۍ ورولې!

د خلکو ګڼه ګوڼه او ټېله ټمبه زیاته شوه. ټول مخ ته زور کاوه. کله چې خلک هغه سړک ته ورسېدل چې پرون له مړو ډک و، د مړو جسدونه اوس هم په سړک پراته و،  خلک بیا غوصه شول، بیا چغې پورته شوې:

- ولې انتظار یاست؟ مړ يې کړئ! کار يې ور خلاص کړئ!

زنداني بیا لویه ساه واخیسته. خپل سر يې پورته ونیوه. خلک بیا پرې چغې کړې او هغه يې ورټلو. مګر هغه دخلکو له کینې زیات، له خلکو سره کینه لرله.

څو ښځو په ډېر هیجان چغې کړې:

- مړ يې کړئ! له منځه يې یوسئ! دا جاسوس مړ کړئ! دغه کفر! دا فرنګی! دا رزیل! له منځه يې یوسئ!

مګر د خلکو رهبر بیا بیا ټینګار کاوه تر څو افسر وړاندې یوسي. د ښار  منځ ته، لوي پارک ته، هغه ځای ته چې باید افسر د ټولو خلکو مخ ته ووژل شي.

خلک د ښار عمومي پارک ته نږدي شوي و چې د یو ماشوم د ژړا غږ په یو بوګنوونکي چوپتیا کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له شا خوانه واورېدل شوه:

- پلار جانه! پلار جانه!

د خلکو له شانه شپږ کلن ماشوم کوښښ کاوه چې مخ ته راشي او تړل شوی افسر ته نږدي شي. ماشوم بیا چغې کړې:

- پلارجانه! هغوي ته ولې تړلی يې؟ غواړي له تاسره څه وکړي؟ صبر وکړه! صبر وکړه! ما هم له ځانه سره یوسه! ما هم یوسه!

د ماشوم شاوخواته د خلکو غږونه غلي شو، ټولو ماشوم ته کتل. خلک یو له بله لري شول تر څو ماشوم وکولای شي چې مخ ته راشي. داسې ښکارېده چې دا ماشوم په خلکو باندې حاکم وي.

یوې مېرمنې غږ وکړ: ويې ګورئ! څومره ښکلی ماشوم دی! څومره مینه ناک ماشوم دی!

ماشوم بیا چغې کړې:

-  پلار جانه! زه مې له پلار جان سره ځم!

یوې مېرمنې ترې پوښتنه وکړه:

- ته څو کلن يې؟

ماشوم وویل: زما له پلار سره څه کوئ؟

د خلکو له ډلې څخه یو تن وویل:

- ځه! ځه ماشومه! ته کورته لاړ شه! د خپلې مور څنګ ته لاړ شه!

افسر د خلکو او د خپل کوچني زوي خبرې اورېدلې. په څهره يې د غم او خپګان نښې له ورایه ښکاره شوې. د هغه اوږې د هغو پړو په منځ کې چې پرې تړلې  شوې وې، ښکته را زوړندې شوې. په هغه سړي يې چغې وکړې چې له زوي سره يې خبرې کولې:

- هغه مور نلري! د هغه مور مړه ده!

کوچنی هلک نور هم وړاندې شو. د خپل پلار څنګ ته لاړ، د هغه په پښو کې تاو شو. خلکو بیا چغې کړې:

- مړ يې کړئ! هغه په دار وزړوئ! دا بزدله ووژنئ!

افسر په خپل زوي نه پوښتنه وکړه:

- ولې له کوره ووتئ؟

زوي يې وویل:

- هغوي غواړي له تاسره څه وکړي؟

پلار يې وویل: غوږ شه زویه! غواړم یو کار راته وکړئ!

زوي يې وویل: څه کار؟

پلار يې وویل: ته کاترینه پېژنئ؟

زوي يې وویل: زمونږ ګاونډۍ؟ هو!

پلار يې وویل: نو غوږ شه زویه! ته لاړ شه د هغه څنګ ته ! زه هم دېر زر درځم.

ماشوم په ژړا شو او ويې ویل: زه یواځې نه ځم! ته هم لماسره لاړ شه!
پلار يې وویل: ولې؟ ولې نه ځئ؟

زوي يې وویل: هغوي غواړي تا ووژني!

پلار يې وویل: اه! نه زویه! دا یوه لوبه ده! هغوي غواړي له ماسره لوبه کوي.

افسر په ډېرې مهربانۍ سره خپل زوی له ځانه لرې کړ او د خلکو رهبر ته يې مخ واړوه او ورته يې وویل:

- واوره! هر وخت او هر څنګه چې تاسې غواړئ، کولای شئ ما ووژنئ! مګر دا کار زما د زوي په وړاندې مه کوئ!

سړي خپل زوي ته اشاره وکړه او د خلکو رهبر ته يې وویل: د دوو دقیقو لپاره ما خلاص کړئ! زما لاسونه کلک ونیسئ او زما زوي ته داسئ وښایاست چې تاسې مې ملګري یاست او ماته د صدمه رسولو تکل نه لرئ. له دې وروسته به مې زوي له ما بېل شي او لاړ به شي. له هغې وروسته... له هغې وروسته تاسې کولای شئ چې بیا ما وتړئ او هر ډول چې مو خوښه وي، و مې وژنئ!

دسړي له دې خبرې سره د خلکو رهبر موافقه وکړه او ويې منله.

زنداني خوشې شو، د خپل زوي څنګ ته لاړ، هغه يې غېږ ته پورته کړ او ورته يې وویل:

- ګرانه! اوس نو لاړ شه د کاترین ګاونډۍ څنګ ته!

زوي يې وویل: او ته څنګه؟ ته کله راځئ؟

پلار يې وویل: زه به هم ډېر زر کورته راستون شم.

ماشوم خپل پلار ته په معصومانه انداز وکاته. له سترګو يې اوښکې په څڅېدو شوې. اول يې خپل پلار ته او بیا يې د خلکو ټولي ته حېران حېران وکاته. بېرته يې خپل پلار ته وکاته. یوه شېبه غلی و او بیا يې وویل:

- یعنې ته حتما بېرته راځئ؟

پلار يې وویل: هو زویه! زه بېرته راځم.

زوي يې بیا وویل: راځئ؟

ددې سره هلک په داسې حال کې روان شو چې مخ يې همغسې د پلار لورته و، اوښکې يې څڅېدلې او روان شو.

یوه مېرمنه را مخ ته شوه. د ماشوم له لاسه يې ونیوه او د خلکو له ګڼې ګوڼې يې وویسته.

اوس نو ماشوم تللی و. زنداني خپلې اوښکې پاکې کړې، یو لوی نفس يې واخیست او ويې ویل: زه تیار یم! تاسې کولای شئ چې ما ووژنئ!

مګر یوه حېرانوونکې پېښه وشوه. یوه داسې پېښه چې هیڅ تصور يې نه کېده...

په یوه شېبه کې د ټولو لاریون کوونکو وجدان راویښ شو. د هغو خلکو په زړونو کې د رحم څپې په چلېدو شوې چې شېبه وړاندې له کینې او نفرت پرته بل څه په کې نه معلومېده.

یوې مېرمنې چغې کړې: پرېږدئ، پرېږدئ، پرېږدئ چې لاړ شي!

یوه بله مېرمنه هم د هغې سره ملګرې شوه: پرېږدئ چې خدای هغه ته د هغه د جرم سزا ورکړي! پرېږدئ چې لاړ شي!

حالات بدل شو، ټولو په یوه خوله زمزمه کړه: هو! پرېږدئ چې لاړ شي! ټولو د هغه د ازادۍ لپاره چغې کړې، پرېږدئ چې لاړ شي! هغه ازاد کړئ!

افسر خوشې شو. سر يې پورته کړ. ټولو ته يې وکاته. بېرته يې سر ښکته زوړند کړ. شېبه وړاندې يې د همدې خلکو لپاره په زړه کې د کینې اور بل و. افسر په ژړا شو. په چغو چغو يې وژړل. خپل لاسونه يې خپل مخ ته ونیوه. د یو ګنهګار په شان يې د خلکو لور ته منډه کړه. خلکو ورته لاره ورکړه، افسر د سړک په منځ کې خپل زوي غېږې ته پورته کړ او په سړک کې د مړو د جسدونو په منځ کې روان شو.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۲۳ ثور ۱۳۹۰

۱۳ می ۲۰۱۱

جلالکوټ