دياردغبرګوسترګوجنګه ليونى دې کړمـــــــه
څيرې ګريوان سرتورملـنګه ليوني دي کړمه
ياغي سيندونه مې کږې وږې سنـــدرې وايي
دزوړرباب دنغموشرنګه ليونى دي کـــــړمه
دياردمخ نرورګونوکې دې لارې وکـــــــړې
زما دزړه دوينورنګه ليونى دې کړمــــــــــه
زمونږدکلي شين ګودرله تاسروداخيســــــتى
شينکى چيناره ړنګه بنګه ليونى دې کــــړمه
تړون مېاعلي باباله ځي اشنا ته داسي وايــي
له نازه ډکه غنم رنګه ليونى دې کړمـــــــــه
30.03.2010
- عبيدالله قانع
محتر مو وطنوالو او دځلا دويب پاڼي چلونکو عبيدالله قانع صاحب سلامونه اوښی چاریډير خوښ شولم چی دانتيرنيت په مخ می دښکلی کنړ ونو دځلاراډيو مطبوعاتي مرکز موند کړ او بيا می پهکی دکنړونو زمو نږ دکلی ځوان او دلوړو غرونو باز ټړونصاحبشعرونه موپکی وليدل ستاسوبرياليتوب دلوی خدای نه غواړم درناوی ګل محمد فقيرزی دجرمني نه
_____________________...
30.03.2010
- عبيدالله قانع
دهجرلويه دښته وه جانان راځني ورک شـــــــــو
کاروان په ټپه ودريده څاروان راځنې ورک شــو
دخړې کيږدۍ غيږه کې کوچئ وه لاس ترزنــــې...