[هریوا پښتوادبي نيټ]

عبدالله ستوری کندهار

زه چي ستایمه جانان په ترنم کي

زمادستړي ژوند ارمان په ترنم کي

دنړۍ خوږې سندري ترې قبان سه

چي موذن کوي اذان په ترنم کي

غوټۍ غېږ ورته په مینه مینه ورکړي

راوریږي چي باران په ترنم کي

فرښتې یې وقدم ته ږدي وزرونه

چي مومن وایي قرآن په ترنم کي

دغلیم پرسر به ستورې تندر پریوزي

چي تکبیر پوکي غازیان په ترنم کي

  [دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه]