د کابل پروسې دویم کنفرانس په کابل کې په بریالیتوب ترسره شو چې د ولسمشر محمد اشرف غني خبرې د نړۍ د خبرونو سرټکی شوې د ولسمشر قاطع او واضح پیغام چې طالبانو ته یې وړاندې کړ له دې څرګندیږي چې افغانان سولې ته ژمن او د سولې لپاره هوډ لري .
اوس نو هغه پلمه نه جوړیږي چې افغانان نه غواړي سوله راشي ولسمشر غني د کابل پروسې په کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل چې سولې ته راشي اور بند ته لومړیتوب ورکړي او دیوه سیاسي ګوند په حیث سیاسي فعالیت پیل کړي .
سیاسي چوکاټ رامنځته کېدل یې وغوښتل چې دغه برخه کې به وشي کولای جګړې ته د پای ټکی کیږدي . ولسمشر وایي د سولې لپاره کوم قید او شرط نه لري نو اوس طالبانو ته د جګړې ددوام هیڅ پلمه نه پیدا کیږي .
طالبانو ته اخطار دی چې په ټاکنو کې راسره رقابت وکړه راشه که په ولس کې محبوبیت لرې نو کینه راسره چې په ولس باندی تصمیم ونیسو ، اساسي قانون کې تغیر راتلل او یا تعدیل راوستل هغه څه دي چې په یوه لوریز ډول ناممکن دی نو راشه اساسي قانون ته په نظر کې نیولو سره پکي تعدیل راولو ، اوربند د جګړې د پای لومړی ګام دی نو که ته کله جګړه بس نه کړې نو څنګه ممکنه ده چې سولې ته دې هیلې پیدا شي ولسمشر په ډېر قوي هوډ چې سولې ته یې لري هر وړاندیز یو لوی او قوي ارادې لرونکي په شکل رامنځته کېدای شي ، د یو سیاسي ګوند په توګه د هغو پيژندل طالبانو ته هغه امتیاز دی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې نه وو ددوۍ هیله دلته ممکنه ده چې پوره شي ځکه که چيرته غواړي سیاست وکړي نو لومړی باید د ولس په زړه کی ځای پیدا کړي سولې ته راشي او دسولې په راوستلو سره لکه دپاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونه خپل فعالیت د سیاسي فعالیتونو په لرلو سره دوامداره وساتي او پایله کې ګڼې لاسته راوړنې او څوکۍ خپلې کړي ، د باور جوړونې انتقالي ترتیباب او سراسري ټاکنې دا هم دیوه سیاسي ګوند لپاره لوړ امتیاز دی چې ورته وایي راشه په ټاکنو کې راسره حساب وکړه هغومره امتیاز واخله څومره چې دې په ټولنه کې مجبوبیت وو ، د اساسي قانون بیا کتنه درسره منم خو چې دغه کتنه راسره د هغه قانون له مخې وشي د کوم له مخې چې تاته د هېواد د یوه اولاد په شکل حق او برخه درکوم او تاسره خبرو ته کینم ، عدالت او د شکایتونو اورېدل راځۍ له خلکو یې واورو چې څه غواړي له څه شکایت لري او شکایت یې څه دی عدالت پلی کړو د کوم لپاره چې تاسو جنګیږۍ ، د قوانینو تطبیق د انساني ژوند اړینه برخه ده نو هیله ده چې د انساني ژوند د پیلولو لپاره او ددغه ژوند د لاروښانتیا لپاره راسره په اسلامي قانون فیصله وکړه ځکه زما محاکمو کې ټولې فیصلې په اسلامي شریعت او حنفي فقه کیږي ، د بندیانو خوشي کول او د تحریمونو له تور لیسته یې ویستل هغه مسولیت اخیستل دي چې ولسمشر غني به ددوۍ ټول کړي کارونه چې په هغه کې سلګونه خلک وژل شوي هڅه کوي د سولې لپاره او دلا وینې د توېېدا د مخنیوي لپاره به یې له تور لسته باسي تحریمونه به پرې لرې کوي ، د هېواد د اتباعو د امنیت ټینګښت په دې معنی چې د کورنیو او ددوۍ د سرساتنې لپاره عملي ګام اخلي او اقدام به کوي ، پراختیا او پرمختګ مو دټولنې او هېواد اړتیا ده نو راشه کنه که ددې خاورې د رغولو ارامان لري چی سره کینو او د خپلو خلکو ارمانونه پوره کړو ، له اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا څخه ملاتړ او د بین‌المللي ټولنې مشارکت په کې شامل وو.
ولسمشر دا هم وویل چې د هغو طالبانو لپاره چې پخلا کېدونکي دي امنیتي تدابیر به ورته نیسي. خو طالبان دې بهرنیو ترهګرو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. د افغانستان حکومت دې په رسمیت وپيژندل شي، د قانون حاکمیت ته دې درناوی وشي او اصلاحاتو ته دې لاره اواره شي.
باید وویل شي د لومړي ځل لپاره حکومت طالبانو ته د هغومره امتیاز ورکول قایل شو چې له دې وړاندې یې هیڅکله دومره امتیاز په ورکولو نه وو قایل شوی ولسمشر دا هم وویل چی دا دې کمزورتیا نه ګڼي بلکه هېواد مو سولې ته اړتیا لري او سوله مو دهېواد والو لومړیتوب دی . که چیرې طالبانو سولې ته لیوالتیا ونه ښۍ نو دا به د طالبانو لپاره په ولس کې دلا انزوا لامل شي ځکه هغه ټولې لارې پرې وتړل شوې چې له امله یې دوۍ ولس ته ویل چې موږ باید جګړې ته دوام ورکړو .
دا چې هغوی نه غواړي سوله وکړي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې ودریږي، د هغوی تصمیم پورې اړه لري.
په افغانستان کې دبهرنیانو پوځي شتون ته هغه وخت هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي چې کله په هېواد کې جګړه نه وي جګړه خو دوۍ پیل کړې ده نو حکومت بهرنیانو ته هغه دلیل نه لري چې دلته ستا دښمنان نشته او نور نو په دغه هېواد کې ستاسو د پوځي شتون اړتیا نشته .
د پاکستان چین او امریکا له لوري د ولسمشر طرحه یوه جامع طرحه ګڼل شوې چينایان وايي طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غېر مشروط ډول د خبرو په اړه ویلي چین د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د پراخې سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوي او د ملي روغې جوړې لپاره د افغان حکومت او ولسمشر غني هڅې ستايي، ښکېلې خواووې دې شخړې د خبرو اترو له لارې اوارې کړي چین حکومت دا هم ویلی چې په دې لړ کې تر خپل وسه همکاریو ته چمتو دی او په افغانستان کې یې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې خپل اختلافات یوې څنډې ته کړي او د هېواد د سولې او ثبات لپاره کار وکړي!پاکستان هم د چین په څېر د ولسمشر غني طرحه ستایلې وه او د پاکستان له لوري یې ملاتړ څرګند کړی وو .
امریکا هم د ولسمشر طرحه وستایله او زیاته یې کړه چې که طالبان سوله غواړي نو د ولسمشر غني له لوري ورته واضح پیغام ورکړل شو .
له ټولو نرمو خبرو ترڅنګ ولسمشر دا هم وویل چی دغه خبرې یې د ویرې له امله نه بلکه له سولې سره د ژمنتیا په موخه دي
ولسمشر محمد اشرف غني له دې څو ورځې وړاندې ویلي وو چې چې په تېرو شپږو میاشتو کې افغان هوايي ځواکونو پاموړ لاسته راوړنې درلودې او دوی ته ځینې جنګي الوتکې هم ورکړل شوې دي.
د جګړې ډګر کې د دوی بریا ددې لامل شوې چې تېره ورځ یې په ډاډه زړه د حکومت وسله والو مخالفانو ته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.د ولسمشر دغه طرحه هغه هېوادونو هم وستایله چې ګمان ګیږي سولې ته د طالبانو د کینلو په برخه کې موثره دي.