پښتو پالنه او ژبڅيړنه

          ((پښتو پالنه او ژبڅېړنه)) هغه کتاب دى ، چې د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا تاليف شوى دى . دا کتاب په ١٣٨٤ هـ ل کال کې په دانش مطبعه کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د کتاب د ليکوال لخوا يو اوږد او مفصل سريزه لېکل شوى دى . په دې سريزه کې د کتاب د محتوياتو په اړه داسي معلومات وړاندي شوى دى :

          دا کتاب په دريو برخو ويشل شوى دى :

          ١- د لومړئ برخې ليکنې ، زما د استاد پوهاند صديق الله رښتين د شخصيت پورې ارتباط لري. استاد رښتين د پښتو ژبې او ادب يو حقدار استاد دى . ټول ژوند يې د پښتو ژبې او ادب ته وقف کړى و او ډېر پاخه اساسي تاليفات يې ورته وړاندې کړي دي .

          ٢- د کتاب دوهمه برخه هغه مقالې دي چه ما وخت په وخت د پښتو پالنې په نيت ليکلي دي . کله چه د دولت . خلکو يا ليکوالو له خوا، د پښتو ژبې او ادب د پرمختگ لپاره کومه خبره رامنځ ته شوې ده ، نو ما د ضرورت د احساس په مهال خپله رايه څرگنده کړې ده .

          ٣- د کتاب په درېيمه برخه کښې هغه ليکنې راغلي دي چه ما د پښتو ژبې د گرامر ، لغاتو، قاموس ليکنې او د ژب پوهنې په ځينو نورو برخو کښې ليکلي دي . هيله من يم ددې څانگو د متخصصاتو له خوا په غور وکتلى شي .