زه، ملنگ جان او خوږې نغمې

          دا کتاب په ١٣٨٢ هـ ل کال کې د مرحوم ملنگ جان او دوا جان د ٤٦ تلين په مناسبت د دانش په مطبعه کې په ١٥٠ مخونو کې چاپ شو . ددې کتاب ليکوال څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار دى . په دې کتاب کې د ملنگ جان په اړه د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار مقالې ياداشتونه، خاطرې او شعرونه راټول شوي دي . همدارنگه د ملنگ په اړه د نورو ليکوالو او شاعرانو ځينې ليکنې هم چاپ شوي دي . په دې اړه د کتاب ليکوال د کتاب په سريزه کې داسي يادونه کړى ده : (( په دې کې د ملنگ جان د وفات  د غمرازئ په توگه د ښاغلي عبدالقدوس پرهيز يو ليک هم شامل دى ، چه نوموړي دا شکمش له اولسوالئ څخه، زما په نامه راليږلى و)) .