لیکوال: دکتور نور احمد خالدی 

ژباړونکی: نثار احمد الکوزی 

 

د بي بي سي فارسي د ګزارش له مخي په دي وروستیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فارسي ژبي او ادبیاتو د کلتورتون رئیس غلام علي حداد ویلي دي چي دا کلتورتون حاضر دئ د افغانستان د حکومت سره په دې هیواد کې د فارسي ژبي د کلماتو د بډایولو او ځای په ځای کولو لپاره مرسته وکړي. د بي بي سي له قوله ښاغلي حداد چي په تهران کې ئې د ایران او افغانستان د فرهنګي خبرو اترو په لومړۍ غونډه کې وینا کول داسي وویل: په ایران کې د پارسي ژبي او ادبیاتو کلتورتون د خپلو فعالیتونو په لړ کې په دي توانیدلئ چي تر پنځه پنځوس زره ډیر معادل فارسي معادل لغاتونه د خارجي لغاتونو لپاره پیدا کړي. موږ آماده یو دا لغاتونه د افغانستان حکومت ته هم ورکړو، تر څو د افغانستان په ښوونځیو کې د فارسي ژبي زده کړه لا آسانه سي. 

سوال دادی چي آیا د خارجي لغاتونو لپاره د فارسي ژبي معادل لغاتو پیدا کول ضروري دي؟ آیا دا کار په نننۍ نړۍ کې، چي ورځ په ورځ د اړیکو او ارتباطاتو د تبادلي له مخي وړه کیږي زموږ د ځوانانو لپاره ګټور تمامیږي؟ آیا دا زموږ د ځوانانو په ګټه تمامیږي چي په ایران کې د فارسي ژبي او ادبیاتو د کلتورتون د جوړو سوو لغاتو له مخي کمپیوټر ته (رایانه)، انټرنیټَ ته (تارنما) او فیسبوک ته (رخنما) ووایي؟ آیا د یادو کلماتو په کارول او ددوی په شان په سلگونو نور جوړ شوی فارسی لغات زموږ ځوانان خپلو نړیوالو سیالانو ته نژدي کوي، که لیري کوي؟ په همدی ټوګه ایرانیان د خپلي ژبي څخه د عربي کلماتو د لیري کولو هم هڅي کوي. 

په دې موضوعاتو د لا ښه پوهیدلو لپاره اړینه ګڼم چي د دري ژبي (هغه چي ایرانیان ئې فارسي بولي) د ریښو او تکامل او د ایرانیانو دښمني د خارجي ژبو؛ په خاصه بیا د عربي سره؛ څه خبري وکړم. دري د افغانستان یو بومی د بومی ژبه او ددي سیمي د اقوامو نرمنځ اړیکه ټینګونکې ژبه ده. د (الیور روی) او نورو علماوو په اند خراسان، منځنۍ آسیا او بلخ د نننی دري او ایرانۍ فارسي ژبی د پیدایښت ځای دئ. دا ژبه د پخوانۍ پهلوي آشکاني، تخاري، سغدي، او نورو د ترکیب او ګډولې څخه جوړه سوې ده. دري د پهلوي ژبي ادامه نه ده! د پهلوي ژبي سره ئې موازیً په یوه وخت شتون درلودئ، ورڅخه متاثره وه، او د پیړیو په اوږدو کې د سانسکریت، پښتو، هندي، ترکي او عربي څخه شتمنه سوې ده. باختر، خراسان او ماورالنهر ته د اسلام تر رسیدو وروسته، د هراتي طاهریانو په موده کې دري د عربي رسم الخط ومنئ. کله چي اسلامي لښکرو په عراق عجم (ننني ایران) باندي برید وکاوه هلته پهلوي ژبه ویل کیدل، په داسي حال کې چي په خراسان، تخارستان، کابلستان، سیستان، ماورالنهر او غرجستان خلګ په دري ګړیدل. د سعدي او حافظ مورنۍ ژبه پهلوي وو. ایرانیانو خپله پهلوي ژبه په تدریج سره له لاسه ورکړل. د استاد (ملایري) له قوله عربو د پهلوي ژبي سره خاصه دښمني لرله، ځکه پهلوي د ساساني امپراطورۍ او مجوسیانو رسمي ژبه وو. عربو هلته ډیري کتاب سوځوني وکړې او وتوانیدل د دوو سوو کلونو په موده کې پهلوي له استعماله واچوي. ځکه خو ننني ایرانیان د عربو سره خاصه دښمني لري او د فارسي-دري څخه د عربي اثارو د له منځه وړلو کوښښ کوي. دوی غواړي افغانان هم په دا نا مقدسه او بې لزومه مبارزه کې ونډه ورسره واخلي. 

د وخت په تیریدو او واک ته د خراسانیانو او غیرعربو په رسیدو سره، په تېره بیا د صفاریانو په موده کې؛ دري یو د عربي پر ځای ددي خاوري د واکمنانو د دربارونو د لیکونو او مکتوبونو ځای ونیو. په تدریج او د سلجوقیانو او خوارزم شاهانو د امپراطوریو په پراخیدو سره دري د ماورالنهر څخه هغو سیمو ته چي اوس یې ایران بولي؛ ورسیدل او د هغو سیمو خلګو دري، چي اصلاً د د بلخ، ماورالنهر او خراسان خلګو ژبه ول؛ د پهلوي پر ځای ومنل او هغه ته ئې د (فارسي) نوم ورکړ. ددي پوښتني په ځواب کې چي ولي فارسي ته په هغو ځایونو کې، چي فارس نه دئ؛ هم فارسي ویل کیږي؛ استاد (ملایري) دا دلیل وړاندي کوي، چي فارسي نومول د دو پخوانیو امپراطوریو (هخامنشیانو، ساسانیانو) اوپه بلخ، ماورالنهر او خراسان کی ددوی فرهنګي تاثیرات له کبله دی. د افغانستان پر خاوري او رهبرانو باندي د صفویانو او افشاریانو سیاسي، نظامي او فرهنګي واکمني هم باید ناویلي پری نږدو. هر دلیل، چي وی خو بیا هم هغه زما د یو فیسبوکي ملګري له خولې؛ دری یوازنۍ ژبه ده چی د زوی نوم (فارسی) د پلار نوم (دري) په مقایسه ډیره مشهوره شوی دی.  

هیره دي نه وي چي د استاد (ملایري) له قوله دري (هغه ژبي ته چي ایرانیان فارسي وایي) د پهلوي ژبي هم عصره وه، او د (فارسي قدیم)، (فارسي میانه) او (فارسي جدید) اصطلاحات د وروستیو کلونو تولیدات دي، او هیڅ علمي او تاریخي بنسټ نه لري. یاده دي وي، چي د فارس د خلګو ژبه د هخامنشیانو د امپراطورۍ پر مهال (ایلامي) یا (عیلامي) وو، نه (اشکاني پهلوي). په حقیقت کې ددې درواغجنو اصطلاحاتو کارول ددي لپاره دي، چي د فارسي-دري د نحوي تیرایستني لپاره خپل مالکیت وساتي. دري ژبه د ننني افغانستان، تاجکستان، بخارا، سمرقند، ترمذ، خراسان (مروه، نیشاپور، بادغیس او هرات) او نورو سیمو کې وده کړیده. د دري ژبي لومړني ادیبان او شاعران لکه (حنظله بادغیسي) او (رودکي سمرقندي) په خراسان، بلخ او باختر کې ژوند کاوه. د دري ژبي د نظم او نثر لومړني اثرات د خراسان په ناحیه کې پیدا سول. د همدی له کبله، ددوی د اثارو سبک ته دخراساني سبک ویل کیږی. خراساني سبک، چي د دري ژبي لومړني او قدیمي آثار باندي لیکل سوي دي، هغه سبک ته ویل کیږي، چي به مشرق یا ننني افغانستان او په ماورالنهر(منځنۍ آسیا) کې منځ ته راغلی دی. ددي سبک په تاریخ کې د طاهریانو، غزنویانو، سفاریانو او سامانیانو امپراطورۍ شاملي دي، چي د دریمي څخه تر شبږمي هجري پیړۍ پوري وخت را نغاړي. د سلجوقیانو او خوارزم شاهانو د امپراطوریو په پراخیدو سره د دري ادبیات د ترکیې سهیل او سهیل لویدیځ، آذربایجان او عجمي عراق (ننني ایران) ته هم خپاره سول، او د خراسانی سبک ترمنځ ته راتلو دري سوه کاله وروسته د شعر عراقي سبک منځ ته راغلئ. عراقي سبک تر اوومي، اتمي او نهمی پیړۍ پوري محدود پاته سو. د اوومي پیړۍ اوایل هغه وختونه دي، چي مغولان په منځنۍ آسیا، باختر او خراسان باندي بریدونه کاندي، هغه ادیبان او پوهان، چي ددوی د حملو څخه روغ وتلي وي؛ قونیې، تبریز، اصفهان، شیراز، بغداد او نورو هغو علاقو ته چي هلته ددوی مادي او معنوي زیرمي د مغولانو له حملو او غارته په امان وي تښتي.  

ژبه یوه ژوندۍ او د ودي په حال پدیده ده، چي د سیمي او نړۍ د فرهنګونو او کلتورونو سره د اړیکو په پراختیا کې لا بډایه کیږي. د بنګله دیش، پاکستان، سریلانکا، هندوستان او پاکستان د علم او صنعت د پرمختګ او نسبت ایران او افغانستان ته په نړیواله سطحه د نوموتو پوهانو، سیاستمدارانو، مدیرانو او مشاورینو درلودلو یو لامل هم په ښوونځایونو او تعلیمي موسساتو کې، انګلیسي ژبي ته ددوی لاسرسۍ او د هغه څخه استفاده ده. د بهرنۍ نړۍ د ژوندیو ژبو سره د دري ژبي د اړیکو زیاتوالي بې له شکه دا ژبه بډایه کړې ده. د معلم، متعلم، محصل، تحصیل، مکتب، کتاب، کتابچه، حساب، هندسه، الجبر، والي، ولایت، نجوم، منجم او دې ته ورته زرهاوه نوري کلیمې او لغاتونه عربي ریښې لري، خو په تیرو دیارلس سوه کلونو کې په دري کې شامل سوي او ددي ژبي نه جلاکیدونکي برخي ګرځیدلي. هماغسي چي د لاتیني، فرانسوي، عربی، هندي، سانسکریټ، آلماني او لسهاوه نورو ژبو زرګونه لغاتونه په انګلیسي ژبه کې سته، او نن ئې هم خلګ پرته له کوم تبعیضه وایي، د انګلیسي څخه ددي کلماتو د ایستلو هیڅ کوم کوښښ نه سوئ دئ او نه به وسي. یوازي متعصبین، شوونیسټ نشنلیسټان، او د تاریکو مغزو او افکارو خاوندان په خپله ژبه کې د ګډوله سویو خارجي لغاتونو د ایستلو هڅي کوي، او د خپلي ژبي په ریښو کې تیشه وهي. دوی لکه چي په دې نه پوهیږي، چي دا عمل ئې خلګ به خاصه بیا د علم او معرفت تږي ځوانان د بهرنۍ نړۍ څخه لیري کوي. پای