د گلو کر

          د گلو کر د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د شعرونو پنځمه مجموعه ده . دا شعري مجموعه په ١٣٥٧ز کال کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت لخوا چاپ شوى دى .

          په دې برخه کې ددې کتاب د شعرونو څخه يو شعر چې سرليک يې ((غورځنگ)) دى د بيلگې په توگه وړاندې کوم :

غورځنگ

د پښتو او پښتونوالى دا غورځنگ دي ؟
که دفتر د سړيتوب او نام و ننگ دي ؟
دا د سيال کاکړ آواز کښې د چا ساز دي ؟
د فدا عبدالمالک يا د ملنگ دي؟
بينوا اجمل قومي الفت ښه پالي ؟
که خوشحال غوندې نفاق سره په جنگ دي؟
د خدايي خدمتگارئ پاکه جذبه ده ؟
که د ويښ زلمى د ميني خوږ آهنگ دي؟
دا وږمه د کندهار او ننگرهار ده؟
که د کوټي او خيبر د گلو رنگ دي؟
د پښتو د درخانئ ناوي په مينه
د مين پښتون آدم د رباب ترنگ دي؟
بختانيه دا ولس د درد خبرې !
د زړه راز دى کـــــه تـــــور بريــــښ دي او کـــــه

                                                                                     شرنگ دى !

کابل – د ١٣٥١ د عرب ٢٧ مه