څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د سولې او آزادۍ قهرمان
خان عبدالغفار خان
په دې کتاب کې دخان عبدالغفارخان لنډژوندليک وړاندې شوى دى .همدانگه دکتاب په پاى کې د خان عبدالفغار خان ٣٤ تاريخي عکسونه چې دهغه دژوندمختلفو دوروپورى اړه لري چاپ شوي دي .دا رساله هم دسرمحقق عبدالله بختاني خدمتگار لخوا تاليف اوپه ١٣٦٦ هـ ل کال کې دقومونو او قبايلو د وزارت د نشراتو او فرهنگي چارو د رياست لخوا په دولتي مطبعه کې په ٥٨ مخونوکې چاپ شوى دى .
دا کتاب فهرست او سريزه نلري . د کتاب د لومړى مخ نه د کتاب اصلي محتويات پيل کيږي . د کتاب مهم سر ليکونه په لاندې ډول دي : کورنۍ او زيږيدنه ، زده کړه ،
د مدرسو جوړول ، شيخ الهند سره تعلق ، په کلي کې ،
د آزادۍ لومړنۍ هڅې ، د لومړنۍ نړيوالې جگړې په دوران کې ، مارشل لا اود باچا خان گرفتاري ، فکري انقلاب انجمن اصلاح افاغنه ، د باچا خان گرفتاري ، د حج سفر ، د امان الله خان سره همدر دي ، د هزارې باغ په جيل کې ،په هند کې .
دا کتاب په هغه مهال ليکل شوې دى چه بابا د هندوستان په يو روغتون کښې د کو ما په حال کښې پروت و . په هماغه وخت دغه کتاب په لوړ تېراژ ، په پنځوس زرو نسخو کښې چاپ او بيا په جلال آباد کښې ، د بابا د جنازې او ښخېدو د مراسمو په ترڅ کښې وويشل شو .