څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

The frontier Gandhi

His place in History

د سرحد گاندهي

په تاريخ کې د هغه ځاى

          ددې کتاب ليکوال محمد صالح کوريجو ( MS.Korejo ) دى . دا کتاب په کراچې کې د اکسفورډ پوهنتون د مطبعې لخوا په ١٩٩٣ ز کال کې په
 (٢٥٨)مخونو کې په انگريزى ژبه چاپ شوى دى .

          په دې کتاب کې د باچا خان او د هند د ملي مبارزينو او سياست مدارانو سره د اړيکو او همکاريو په اړه همدارنگه د هند د ويش پر مهال د مسلمانانو او هندوانو تر مينځ د شخړو او جگړو په اړه مفصل او مستند معلومات وړاندې شوي دي . ددې کتاب ځينې مهم سر ليکونه په لاندې ډول دي : د اکسوس نه تر سند پورې ، د هند ملي کانگرس ، باچا خان او مهاتما  گاندې ، باچا خان او مذهب ، دوه قومي نظريي ، نژادي شخړې ، باچا خان او د پاکستان تحريک ، باچا خان او  ابوالکلام آزاد ، پښتونستان او ريفرنډوم ، پښتونستان _ د پښتنو واکمنۍ د پښتنو له طرفه د پښتنو لپاره او پښتونستان _ افغان _ هند فکتور .