تذکرة الشعراء
د مولوي صالح محمد هوتک او سراج الدين سعيد
گډ تاليف ---- څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :
مولوي صالح محمد هوتک په ١٣٠٦هـ ق ، ١٨٨٨ز ، ١٢٦٩ هـ ل کال کې زيږيدلي دى . په دې وخت په افغانستان او سيمه کې يو شمير علمي ، فرهنگي او اقتصادي اصلاحات پيل شو . (( د ١٨٦٢_ ١٨٧٨ز ) کلونو په مينځ کې په افغانستان کې د سيد جمال الدين افغان او امير شير علي خان اصلاحي پروگرامونه پيل شو ، مگر د انگريزانو د پر له پسى يرغلونو له امله دغه پروگرامونه تر يوې مودې پورې ودريد ، او د ( ١٩٠١-١٩١٨ز کلونو تر منځ دغه اصلاحي پروگرامونه له سره په عملى ډول پيل شو، او چاپخانې ، کتابتونونه او مدرسې جوړې شوې . په ١٩٠٣ز کال کې د حبيبيې ليسه تاسيس شوه او تر ١٩٠٩ز کاله پورې دا ليسه د سياسي فعاليتونو د مرکز په توگه بدل شو )) (١)
ددغه علمي او فرهنگي اصلاحاتو په رڼا کې په همدې وخت کې يو شمير ليکوالانو ، شاعرانو او ژورناليستانو هم په خپلو عملي کارونو باندې پيل وکړ . په دې لړ کې د مولوى صالح محمد هوتک علمي ، ادبي او فرهنګي خدمتونه هم پيل شو .
(( په اماني روښانه عصر د پښتو پالنې لپاره يو مرکزد پښتو مرکې
(( مرکه د پښتو )) په نامه جوړه شوه . د اعليحضرت محمد نادر شاه شهيد په وخت کې ځينې علمي او فرهنګي موسسې بيرته له سره ژوندۍ شوې ، خو د پښتنو پالنې مرکز دا ځل بيا د پښتو په لرغوني او تاريخي مرکز ( کندهار ) کې د پښتو ادبي انجمن په نامه په ١٣١١ هـ ل کال کې جوړ شو )) (٢)
په دغه دواړو علمي او ادبي مرکزونو کې مولوي صالح محمد هوتک فعاله برخه اخستې وه او خپلو علمي او ادبي کارونو ته يې دوام ورکاوه . د مولوي صاحب د نورو ادبي او علمي فعاليتونو په څنگ کې يو هم تذکرة الشعراء نومى کتاب دى ، چې په دې برخه کې ددې کتاب پرمحتوياتو او نورو موضوعاتو باندې خبرې کيږي .
تذکرة الشعراء په ١٣٦٦ هـ ل کال کې د امير کروړ سورى د دولس سوه پنځوسم تلين په مناسبت د هيواد ورځپاڼې لخوا د قلمې نسخې له رويه د څيړنپوه عبدالله بختاني خدمتگار په سريزه ، تدوين او يادونې او د څيړنپوه زلمي هيوادمل په تعليقاتو په ٣١٢ مخونو کې چاپ شوى دى . د کتاب په پيل کې د څيړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار. د سريزې په يوه برخه کې ددې کتاب د لومړى ځل چاپ په اړه داسې ليکلې : (( په ١٣٦١ هـ ل کال کې د امير کروړ سورى د دولس سوه پنځوسمې کاليزې په مناسبت د پښتو شعر د سيمينار بندوبست کيده . د سيمينار د علمي آثارو د ټاکلو او منلو په يوه علمي کميټه کې ، مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبي پيشنهاد کړى و ، چې په ملى ارشيف کې د پښتو شاعرانو يوه خطي تذکره شته چې تر اوسه لانه ده چاپ شوې او بايد ددې سيمينار په مناسبت چاپ شي )) (٣)
د دولتي مقاماتو له منظورۍ څخه وروسته ددې کتاب د چاپ لپاره کار پيل شو او په پاى کې په ١٣٦٦هـ ل کال کې چاپ شو . د تذکرة الشعراء دوه تنه مولفان سراج الدين سعيد او صالح محمد هوتک دي . په دې کتاب کې د ١٩٤ تنو پخوانيو شاعرانو ژوند ليکونه او د هغوي د شعر نمونې وړاندې شوي دي. ددې کتاب په سريزه کې د کتاب د ليکوالانو ( سراج الدين سعيد او صالح محمد هوتک ) ژوند ليکونه هم چاپ شوى دى . د سريزې په پاى کې د تذکرة الشعراء د خطي نسخې په اړه داسې معلومات وړاندى شوى دى : (( دا خطى نسخه په ٢٣٩پاڼو په سپين عادي کاغذ ليکل شوې ده . ليکنې د کاغذ په يو مخ دي او بل مخ يې سپين دى . ليک دود د څلويښت پنځوس کاله مخکې زمانې دى چې له اوسنى ليک دود سره ډير لږ فرق لري . کتاب پخپله د مولفانو په قلم ليکل شوى دى . ځينى برخې يې په نسخ او ځينې يې په نستعليق دى ، چې نسخ يې د مولوي صالح محمد او نستعليق يې د سراج الدين سعيد په قلم دي . او داسي ښکاري چې هر يو خپل کار په بيلو بيلو پاڼو کې اول پخپل قلم ليکلى دى . او بيا يې په آخره کې سره ترتيب کړي او په يو مجلد کې گنډلي دى . پر کتاب د ليکلو نيټه نه ده ليکل شوې . اغلباً داد ١٣٢٠ هـ ل کال د شاوخوا کار دي . دا کتاب د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په ملى آرشيف کې خوندى او د آرشيف د فهرست تر ١٦٧ بر ٣ لمبر لاندې ثبت دى .(٤)
په قلمى نسخه کې د هر ليکوال کار په واضح ډول معلوم دى ، مګر په چاپې نسخه کې دا فرق نه دى مراعات شوى . بله دا چې په چا يي نسخه کې ددغو ليکوالانو د خط نمونه او عکسونه نه دى چاپ شوى . په دې برخه کې زما وړانديز دا دى چې ددې با ارزښت اثر په بل چاپ کې دا ټکى په نظر کې ونيول شي .
په دې کتاب کې د هغو پښتنو شاعرانو تذکرې او د شعر نمونې وړاندې شوي دي چې د لسمې ميلادي پيړۍ او نولسمې ميلادي پيړۍ تر منځ ژوند کاوه . دغه شاعران د ننگرهار ، کندهار او پيښور د سيمو اوسيدونکي دي .
دا کتاب نه يوازې يو پښتو ادبي کتاب دى ، بلکې دا يو تاريخې کتاب هم دى ، ځکه چې ددې کتاب په شعرونو کې د افغانستان او سيمې د مختلفو تاريخي دورو د حوادثو او واقعاتو ذکر هم راغلى دى . او يو مورخ کولى شي چې پخپلو تاريخي څيړنو کې د يو تاريخي ماخذ په توگه ددغو شعرونو څخه ګټه واخلى . په دغه تاريخي شعرونو کې د دولسمې ميلادې پيړۍ نه تر نولسمې ميلادې پيړۍ پورې د افغانستان ډيرې تاريخې پيښې بيان شوي دي . په دې برخه کې د ځينو شاعرانو پر تاريخي شعرونو باندې لنډې څيړنې او تحليلونه وړاندى کيږي .
د غوريانو کورنۍ د يو لسمې ميلادى پيړۍ نه تر ديارلسمې ميلادې پيړۍ پورې په افغانستان او سيمه کې لويه امپراتوري جوړه کړې وه . د غوريانو (( د مشهور پاچا سلطان غياث الدين غوري د واکمنۍ پر مهال غزني ، هرات شمالي ولايات تر عراق او د چين او آموسيندنه تر هر مزپورې د غور د امپراتورۍ برخې شوې دا مهال يې په هند کې د لاهور پر ځاى ډيلى پلازمينه وټاکله )) (٥)
ددې عصر يو نامتو شاعر تايمني د سلطان غياث الدين غوري د تورې او ميړانې او د غور د سيمې دآبادۍ او ښيرازۍ او همدارنگه دسلطان غياث الدين د امپراتورۍ په اړه پخپل يو شعرکې داسې وايې :
نن زه ږغيږم په صفت د سلــطـــان چې دى بادار غازي ملک جهـان
د فـيروز کوه او غور رڼا له ده ده هـم د تيرو تورو برښــنــالــه ده ده
چې توره وکاږي چړتون کي خالي غليم ئې کله کړي په توره سيالي
غياث الدين د غور زمرى عاليشان د اسلام دين دده په توره روښــان
مـاد(( داور )) په مخکې وليدارم دا د جنت په څير دابڼ ښه خــورم
د فــــيروز کوه په دود ودان دينـا ښـکلى هر گل څه ښۀ خندان دينـــــا
دلته کړونگي دي ږغونه کــــوي او به بهيږي سرودونه کـــــــــــوي
هر سړى گوري چې ولاړ وي حيـران کـــــړي نندارې د خداوند د بوستان
غياث الدين د جهان نمر ديــــنا عــــالم له ده ډير بهره ور دينــــــــا
هند ئې روښانه په اسلام کينــــا له ځانى خوښ خير الانام کېنــــــا
چې يې په غور کې نيلى زين کېنا پر کافرانو يې ناورين کــېنـــــــــا
تـل دې برى وي د غازي پرميــــدان زه ((تايمنى))ستاينه کړم دسلطان(٦)
په افغانستان کې د څوارلسمې ميلادي پيړۍ د نيمايى نه وروسته د گوډ تيمور يرغلونه پيل شول . تيمور (( د ماوراء النهر د سيمو تر نيولو وروسته پر ١٣٨٠ ز کال د آموتر سيند را پورې ووت ، اندخوى ، سر خس او پو شنج يې ونيول . د هرات نيولو ته يې ملا وتړله او د آل کرت ور وستنى حکمد ارغياث الدين پير علي يې له منځه يووړ . د تيمور بل يرغل د ١٣٨٣ ز په شاوخوا کې د افغانستان پر سبزوار ( شينډنډ ) او فراه پيل شو ، زره او سيستان يې چور چپاو او اوسيدونکي يې ټول ووژل ، ودانۍ يې داسې ورانې کړې چې کنډوالې يې تر اوسه ليدل کيږي . ډير کله منارونه يې جوړ کړل ، په دغه سفر کې يې بسهت او کندهار هم وران کړل . (٧)
ددغو ظلمونو او يرغلونو په اړه ډيرې ليکنې په نظم او نثر کې د هغه زمانې د ليکوالو او شاعرانو نه پاتې دي ، چې د هغو له جملې څخه يو هم اکبر زمينداورى دى ، چې ده په دې مهال په دې سيمه کې ژوند کاوه او په خپل شعر کې ددغو ظلمونو او يرغلونو څخه داسې يادونه کوى :
د مـــغــولــو تــمـرهــســې پــه اور وســـوم
چې به هير پدې ماتم زمينداور کړم (٨)
په دې کتاب کې د افغانستان د معاصرو شاعرانو په اړه هم د ډيرو شاعرانو تاريخي شعرونه شته چې د هغه زمانې تاريخي واقعات تمثيلوي . د اتلسمې ميلادي پيړۍ په نيمايي په هند کې مرکزي حکومت له منځه تللى و ، په دې مهال په هند کې د گورگانيانو او مرهټه و تر منځ جنگونه او جگړې روانې وې . په دې جگړو کې پر پښتنو باندې د دواړو خواو نه ظلمونه او تيري کيدل ، له همدې کبله د هند پښتنو د احمد شاه بابا نه وغوښتل چې د هند خواته حرکت وکړي او پښتانه او نور خلک ددغو ظلمونو نه وژغوري ، له همدې کبله احمد شاه بابا څو ځلي پر هند باندې لښکر کشې صالح محمد هوتک ، تذکرة الشعراء ورځپاڼه ، کابل ، ١٣٦٦هـ ل ، ( ١٠ مخ )
وکړ . (( احمد شاهي لښکرو له هندوانو او سيکانو سره تر ډيرو جگړو وروسته ، وروستنۍ ټاکونکې جگره د پاني پت پر ډگر د ١٧٦٠ ز کال د جمادي الاخر په شپږمه نيټه لويه سوبه په برخه شوه . احمد شاه بابا د پاني پت تر ټولو لويې سوبې او له مرهټيانو څخه د هند د مسلمانانو تر ژغورلو وروسته پخپله کندهار ته راغى )) (٩)
په پـيښور کې د احمد شاه بابا د عصر شاعر برهان خان هند ته د احمد شاه بابا د سفرونو او برياليتوبونو په اړه پخپل يو شعر کې داسي يادونه کړى ده :
احــمـــد شــاه پـــادشاه پـــه جـــار وويـله د غزا پـــه نيـــت و ځـمه له کابـلـه
پاد شاه جنگ وگټه هر څوک پري خوشحال شو بيا ((برهان )) ئې مدام ستائي په غزله (١٠)
دا تلسمې ميلادې پيړى په پاى کې د هند په ډيرو سيمو کې انګريزان مسلط شوي وو ، او د خپلو اهدافو د پلي کولو او د مالياتو د را ټولولو لپاره پخپله خو ښه حاکمان مقرر کړي وو ، د بيلگې په ډول (( د بريلي ( روهيلکهنډ ) ، مراد آباد ، اټاوې ، فرخ آباد ، کانپور ، آله آباد او گورکهپور سيمې د انګريزانو په برخه ورغلې او ايسټ انديا کمپنۍ په دغه هره سيمه کې يو يو مالياتي حاکم وټاکه او بريلى يې ددغو ټولو حکومتونو د مرکز په توگه وټاکه )) (١١)
په هغه مهال په هند کې ډير آزادۍ غوښتونکي پښتانه شاعران وو ، او ددغو واقعاتو او د انگريزانو د ظلمونو په اړه شعرونه ويل ، ددغو شاعرانو له جملې څخه يو هم قاسم على خان اپريدى دى ، چې په دې ځاى کې د هغه د شعر يوه بيلگه وړاندې کيږى :
نصارا په هندوستان حکومت کانــدى چـرته ولاړ هـــــــغه ځوانان شمشير ننگى
بقالان اوس سپاهى په هندوستان شوه در ويزه کاندى اشراف چونگى چونگى (١٢)
د نولسمې ميلادې پيړۍ په پيل کې انگريزانو د هند په ټولو سيمو کې خپل حاکميت ټينگ کړ او په همدې مهال د پښتو نخوا په سيمو کې په يرغلو نويې پيل کړ. په پښتو نخوا کې ددغو يرغلونو پر ضد مقاومت او تبليغات روان وو د پښتو نخوا شاعران هم پخپلو شعرونو کې ددغو يرغلونو پر ضد شعرونه ويل . ددغو شاعرانو له ډلې څخه يو حميد گل او بل طالب گل وو . دوى هم په پښتو نخوا کې د انگريزانو د حملو او ظلمونو په اړه شعرونه ويلي دي چې دلته ددوي د شعرونو يو څو بيلگى چې د بنير د جنگ په اړه دي وړاندى کيږى د حميد گل د شعر نمونه :
معامله جوړه شوه د کفرو داسـلام ته صاحب ته برى ورکړې پرودگـاره
د انگريز پلټنې راغلې کلکتې تنه ورسره ځـينې سيکان ډبل گـوره وو
پښتنو ورتــه ويل چې پر ځاى کښيـنه بـــــــنېروال واړه د مــلک په تراره وو
چملى وال وائي مونږ نه خلاصيږو دينه دښرمنان يې په ملکا باندې ښکـاره وو
مجاهدين ورکوي سر درب په نام هورې لـــــوټ کړي نه ويريږي له کفاره (١٣)
په همدې اړه د طالب گل د شعر نمونه :
معامله جوړه شوه د کفر ،د اسلام پکې توى شوه د حضرت د باغ گلونه
د انگريز لښکرې راغلې له لاهـوره ځينې توپې ، غنبارې ، ځينې هاتيـان وو
څوک خبر نه وو ددې کافر له زوره ځينې خره ځينې ټټوان ، ځينې سيکـان وو
د بدبه يې وه خوره پر هــــره لـورى ورسره د پښتنو ښکلي ســــپاهيان وو
له ډيلى نه يې را پورته کړخپل قام په ملکا باندې ئې جوړ کړل فوځونه (١٤)
په تذکرة الشعراء کې د ډيرو شاعرانو په شعرونو کې د افغانستان او سيمې د تاريخي واقعاتو بيان شوى دى . په پورته ډول د ځينو شاعرانو د شعرونو بيلگې چې تاريخي واقعات تشريح کړي وو بيان شو . له دغه تاريخي شعرونو نه څرگنديږي چې دا کتاب نه يوازې ادبي ارزښت لري ، بلکې تاريخي ارزښت هم لري چه مورخين او محققين کولى شي چې د تاريخي تحقيقاتو په وخت کې ددغو شعرونو نه پخپلو تاريخي ليکنو کې گټه واخلي .
تذکرة الشعراء کتاب ډير پخوا چاپ شوى دى ، او اوس دومره نه پيدا کيږى ، په دې برخه کې زما وړانديز دادى چې دا کتاب د پښتو څيړنو نړيوال مرکز لخوا ، له سره چاپ شي .
ددې کتاب په اړه زما بل وړانديز دادى چې په نوي چاپ کې د سراج الدين سعيد او مولوي صالح محمد هوتک ليکنې مشخص او واضح شې . د کتاب په لومړئ برخه کې د يو ليکوال ليکنې او په دوهمه برخه کې د بل ليکوال ليکنې چاپ شي . همدارنگه ددغو ليکوالانو د ليک نمونې او ددوى عکسونه هم په کتاب کې چاپ شي .
منابع او ماخذونه
(١) مير غلام محمد غبار ، افغانستان در مسير تاريخ ، جلد اول و دوم ، انتشارات ميوند ، ٢٠٠٩ز ، ( ٧١٦ مخ ) .
(٣) څيړنپوه زلمى هيوادمل ، د پښتو ټولنې تاريخچه ، د مقالو مجموعه ، د عبدالکريم (( پتنگ)) په ژباړه ، پښتو ټولنه ، ١٣٥٦هـ ل ، ٧ مخ ) .
(٤) څيړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار د تذکرة الشعراء د کتاب سريزه ، د هيواد ورځپاڼه ، ١٣٦٦ هـ ل ، (٢ مخ )
(٥) پورتنۍ ماخذ ( ديارلسم مخ ) .
(٦) اورنگ زيب ارشاد ، افغانستان پيژندنه ، دانش خپرندويه ټولنه ، پيښور ، ١٢٨٤هـ ل ، (٤٢ مخ ) .
(٧) سراج الدين سعيد او مولوى صالح محمد هوتک ، تذکرة الشعراء ، ١٣٦٦ هـ ل ، (٤مخ)
(٩) پوهاند عبدالحى حبيبى ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ژباړن ، عبدالروف بينوا ، دانش خپرندويه ټولنه ، پيښور ، ١٣٨٢هـ ل ، ( ٢٠٧ مخ ) .
(١٠) سراج الدين سعيد او مولوى صالح محمد
(١١) پورتنى ماخذ ، ( ١٨٨ مخ ) .
(١٢) پورتنى ماخذ ، ( ١٩٠ مخ ) .