څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د پاچا خان ليکونه
( لومړى او دوهمه برخه يو ځاى )
( دوهم چاپ )
د پاچا خان دليکونو لومړى اودوهمه برخه يوځاى
دسر محقق عبدالله بختاني خدمتگار په زيارپه ١٣٨٧ هـ ل کال په جرمني کى دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له خوا په پېښور کښې
د دانش په مطبه کې چاپ شوى دى .
دکتاب په پيل کي دخپرندويې ټولنې يادښت دى ، چې ددې يادښت يو څو کرښي دلته وړاندې کوم (( خان عبدالغفار خان په شلمه پيړۍ کې د پښتنو د سياسي تاريخ يو له مينې ډک او زرين باب دى . ده د نورو پرخلاف پښتنو ته د تورې او جنگ پر ځاى د فکر او عدم تشدد د فلسفې ميراث پريښى دى .
نن سبا چې پښتانه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جنگ او تشدد په لمبو کې سوځي ، بويه چې د باچا خان په څير يو مدبر مشر يې نېز وړې بيړۍ له دې توپاني حالته راوباسي . ددې لپاره پکار ده چې پښتانه پوهان او پرامن مين په ځانگړي توگه د باچا خان د فلسفې لاروي هڅه وکړي ، چې ددې لوى سياسي مشر فلسفه د پښتنو او ټولې نړۍ غوږونو ته ورسوي )) په بل مخ کې سريز ه پيل کيږي .په سريزه کې دپاچاخان دچاپ شويوليکونوپه اړه داسې معلومات وړاندې شوي دي : دباچاخان ليکونه ،لومړۍ بر خه په ١٣٦٣هـ ش \١٩٨٤م کال دکابل په دولتي مطبعه کښې ددريوزرو نسخو په تير اژاودوهمه برخه يې په١٣٨٤هـ ش \٢٠٠٥م کال زما (خدمتگار ) له خواپه پېښور کې ددانش په مطبعه کښې ديوزرټوکوپه شمېره چاپ شو اوس چه دواړه ټو کونه يې نايابه شوي دي له ښه مرغه ،په جر مني کښې دافغانستان دکولتوري ودې ټو لنه ، غواړي دواړه بر خې يې يوځا ى،ديو کتاب په بڼه چاپ کړي ،دوى ته په ډېر ه مينه مننه څر گندوم اوباور لر م چه گران لوستونکي به په دې ظا هراً وړه مگر په معنا کښې ډېره لويه درنه او روڼه هېنداره کښې د بشري نړۍ د يو لوى خدايي خدمتگار د ستر معنوي شخصيت حقيقي څېره و کتلى شي .
له ځوانو فرهنگيالو فرهنگپالو څيړنگارانو څخه به دا هيله په ځاى وي ، چه خصوصاً د پښتو نخوا په سيمه کښې ، د بابا د نورو هغو ليکونو د موندلو او چاپولو هڅه وکړي چه په دې کتاب کښې نه دې راغلي .