د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ پوځي همکارۍ دوه میاشتې مخ په ټپه درېدلې وې خو اوس دواړو هېوادونو د بشپړو پوځي اړیکو بیارغولو هوډ کړی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو همکارۍ وروسته تر هغه ودرول شوې، چې اندونیزیايي چارواکو د استرالیا په یوه پوځي قرارګاه کې روزنیزې چارې "سپکوونکې" وبللې.

د استرالیا لومړی وزیر مالکوم ټرنبول په سیډني کې یوې خبري غونډې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو پوځي اړیکو بیا رغولو خبر اعلان کړ.

نوموړي د اندونیزیا له ولسمشر" جوکو ویدو دو" سره ګډې خبري ناستې ته وینا کوله.
د استرالیا لومړي وزیر وویل، دواړوه هېوادونه د روان میلادي کال تر پایه د دوه اړخیزې ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیکولو ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د اندونیزیا د ولسمشر له خولې ځینو رسنیو ویلي، چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګه او ښه اړیکه هغه مهال د منلو وړ ده چې دواړه په یوه خوله د نورو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او یو او بل ته متقابل درناوی ولري".

د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ بشپړو پوځي اړیکو کې د پولو ټینګول او د ترهګرۍ پروړاندې ګډه مبارزه هم شامله ده.