د ګوشتې ولسوالي د امن نه تر بد امنۍ پورې!

لېکنه:عبدالهادی (مومند)
د دوو میاشتو پخوانۍ خبره ده يو ډاکتر چې نوم يې تاج محمد وو او د لانجمنې ډیورنډ پولې هغه غاړې د مومندو ايجنسۍ د يکه غونډ تحصیل اوسیدونکی وو، د ګوشتې ولسوالۍ په دوړ خیلو سيمه کې يې د اوسیدو سره سره ځايې خلکو ته د روغتیا لومړنۍ اسانتیاوې هم برابرې کړې وې، ياد ډاکتر یوه داسې جمله تکرار کړه چې ده ته د مرګ سبب وګرځیده، هغه جمله دا وه چې"زه حیران يم چې د سولې په کور ګوشته کې اوس د هر سړي سره ټوپک دی"
دا ټوپکې له کومه راغلې؟ چاته ورکړل شوي؟ چا ورکړلې؟ راځئ چې په دې ځان پوه کړو:

د ټوپکو ویشونکي نوم فریدون دی، فريدون خان دنامنلې پولې (ډیورنډ) هغه غاړې د پاکستان قبايلي سیمي مومندو ایجنسۍ د اتمرخیل قبیلي غړی دی او اوس د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازۍ دی، ښاغلی د سولې په نوم ځايې لښکر چې په عامه اصطلاح کې ورته ملیشه وايې جوړه کړې او د دوي معاشونه يې هم مقرر کړي او د یوه عسکر پشان کار کئ خو په دغه سیمه کې دځايې خلکو لپاره د سر درد جوړ شوی،
د یادې ولسوالۍ د استوګنو په وينا ولسوالۍ کې اوس د تیر په څیر امن نشته او نه هغه پخوا پشان خوشحالي شته.

د ګوشتې ولسوالۍ يو تن اوسیدونکی چې اوس مهال په پیښور کې میشت دی وایې په یاده سیمه کې اوس د شپې د څه اړتیا لپاره هم د بهر وتلو اجازه نشته، کله نا کله د لارې سر په امنیتي کمربندونو کې د خلکو ناموس هم لوټل کیږي چې پکې بي ځایه تالاشیاني او ډبول ټکول یوه معمولي خبره ده ، په ټوله سیمه کې د کلیو په حساب سره پوستې او د لارې سر تالاشیانې دي چې په لیدلو سره یې خلک په سیمه کې له اوسیدلو ډډه کوي.

یعنې د فریدون الماربي سیستم ددې لامل شو چې یوه خوندي او با امنه سیمه چې د برتانيي، روس، طالبانو، حامد کرزي او اشرف غني په وختونو کې پکې کوم جنګ جګړه نده رامنځته شوې او خلکو پکې په ازادانه ډول له يو کلي بل کلي ته بي له څه یرې او ترهي تګ راتګ کاوه او د خپل ورځنیز ژوند چارې به يې سرته رسولې

د ګوشتې د اوسیدونکو په وینا یو کال وړاندي (کله چې د فریدون ملیشې نه وي جوړې) په دې سیمه کې سوله، خوشحالۍ، قراري،مینه، د پښتنو رسم رواج، ورورګلوي وه، خو اوس امن په بد امنۍ، خوشحالي په غم، کراري په نا کرارۍ، مینه په نفرت او د پښتو رسم رواج په الماربي سيستم بدلول کيږي ورځ تر بلې حالات د خرابیدو لورته روان دي
ځکه چې ملیشې هغه خلکو واخستلې د چا چې د قام سره یا د تربور سره زړې دښمنۍ وې د دې لپاره چې خپله زړه دښمني وپالي او دغه اربکیانو یا ملیشې په هر هغه لوړ ځاې پوسته جوړه کړې ده د کوم نه چې د خلکو د کورونو مینځونه ښکاري او ستر ورنه ماتیږي.
ددوي په وینا چاته اجازه نشته چې خپل ژوند په کومه با امنه سیمه یا ښار کې تیر کړي، دلته حالات که هر څومره نا امنه وي خو د ګوشتې اوسیدونکي د فریدون د امر لاندي په همدي سیمه کې په اوسیدلو مجبور دي.

دلته د ګوشتي د څو کلیو نومونه او د خلکو ستونزې د یادولو وړ دي، په تور کاڼي کې ملیشې د پښتنو د رسم رواج او د شرعي پردې ضد پوستې په داسي ځایونو جوړې کړي دي چې کورونه ترې په ډاګه پراته دي او د کلي تور سرې ترې بې ستره دي، په کورونو کې دبیت الخلاء(ټټيو) د نه شتون له وجې چې ښځې اونارينه د شپې د حاجت پوره کولو لپاره بهر راووزي نو د فریدون ملیشې دوی د چورباتیو په پړقولو سره تنګوي چې دا يو له شرمه ډک عمل دی او ددې سره سره په ځینو ځایونو کې بې ځايه ډزې هم کیږي چې له وجې یې د یو کلي لس کورونه په کډه کولو مجبور شوي، په کډه شويو کورنیو کې د وسیم او ضابط کورنۍ هم شاملي دي ،
ددې سربیره په دوړخیلو کې هم یوه کورنۍ د بې ځایه تالاشۍ او د مليشي په اخستلو د مجبوره کولو له امله د سیمې نه کډه کړي.

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې هم د پولې هغه لور څخه راکډه شوی شاپور نومې یو کډوال چې ماښام مهال د نامالومه وسلوالو له لورې په همدي سیمه کې ووژل شو که څه هم نوموړي کومه شخصي بدي او یا د کوم وسلوالې ډلې سره تړاو نه درلود.
خو د سیمی د ځایي خلکو په وینا چې یاد وژل شوی کس د فریدون د ملیشو د لاسه وژل شوی دی.

دشنونکو په وینا چې په یو سیمه کې امن او د سوکالۍ ژوند وي نو بیا د ملیشه ځواک جوړول هلته اړین ندي دا ځکه چې دې سره د ځايي خلکو د ژوند یو تریخ راتلونکي پړاو پیل کیږي چی ان خلک دې خبرې ته مجبور کړي چی یا خو يې په مقابل کې ټوپک راواخلي او یا هم له وطن څخه کډه وکړي.