څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

روهيله پښتانه

          دا کتاب په ١٣٥٧ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې لخوا د محمد شيرين سنگري په اهتمام د ( ١٠٠٠ ) ټوکو په تيژاز په دولتي مطبعه په ١٢١ مخونو کې چاپ شوى دى .

          ددې کتاب ليکوال څېړنوال عبدالرحيم ځدران دى . په دې کتاب کې د روهيله پښتنود پوهانو ، مبارزينو اونوميالو په اړه مستند او علمي معلومات وړاندې شوي دي . د کتاب په پيل کې  د پښتو ټولنې د رئيس پوهندوى دوکتور گل محمد نورزي لخوا يو تقريظ وړاندې شوى دى . وروسته د کتاب د ليکوال لخوا لنډه سريزه وړاندې شوې ده . د سريزې په يوه برخه کې داسې ليکل شوي ده:                (( دهند د لويې وچې په آبادۍ ، سمسورتيا او آزادۍ کې پښتون ټبر د يادونى وړ او په زړه پورې برخه اخيستى ده . که چيرې د هند د لويې وچې نه د انگريز استعمار ايستل ، شړل او آزادي ، تر زياته حده پورې د پښتون ټبر د باغير ته سرښيندونکو او با شهامته ځوانانو د قربانۍ ثمره وبولو ، نو د يو حقيقت يادونه به مو کړې وي )) .

          ددې کتاب د ١٨ مخ نه څو کرښې د بيلکې په توگه وړاندې کوم : (( پښتانه د پيړيو پيړيو نه را په دې خوا د هندوستان پرخوا ليږديدلي او د ډيرې پخوا نه ډير زيات پښتانه هلته ميشت شوي دي . دغو پښتنو د کلونو په اوږدو کې په دغه وچې کې ډيرې لويې لويې کار نامې سرته رسولي دي . دوى دغو ره تمدنونو بنسټونه ايښې دي .

          پښتانه په هند کې د خپل زړه ورتوب ، جرات اوښه درک په بنا د خپلواکو لويو لويو امپراطوريو، حکومتونو او نوابيو په جوړولو بريالي شوي دي . دوى د خپلو حکومتونو په دوران کې غوره سياسي اصلاحات رامنځ ته کړي او د وياړنه ډک عمراني ياد گارونه ترې پاتي دي . مالياتي نوي سيستمونه يې تطبيق کړې . د هند په آبادۍ کې د دوى دغوره ابتکارونو نه ډيرو غيرو پښتنو پاچاهانو استفاده کړې ، او د دوى په لاره يې تلل غوښتي دي . په دې برسيره دغو پښتنو پاچاهانو او نوابانو د هند استحکام يووالي او جوړښت لپاره پوره زيارونه ايستلي دي . په هند کې اوس هم ډيرې کلاوې، کلي ، ښارونه او صوبې د دوى په نومونو ياديږي . دغه ټولې آبادۍ د دوى د ښه ذوق او ابتکاري خلاق فکر غوره نمونې دي )) .

          دا کتاب نژدې څلويښت کاله مخکې چاپ شوى دى او د هغې زمانې نه تر اوسه پورې بيا نه دى چاپ شوى . زما وړانديز دادى چې دا کتاب بيا د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز او يا د پښتو څېړنو نړيوال مرکز لخوا او يا کوم بل علمي او فرهنگي مرکز لخوا چاپ شي .