دولت خان لود ى….. څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

          سلطان سکندر لودي د لوديان د کورنۍ نامتو پاچا وو . چې د ١٤٨٩ز نه تر ١٥١٧ز کاله پورې په هند کې پاچاهى کړى دى . دولت خان لودى د نوموړى پاچا په دربار کې يو نامتو امير تير شوى             دى. (١)

          دولت خان لودي د پنجاب د واکمن تاتار خان زوى او د سلطان دولت يوسف خيل لمسى دى . دى د سلطان سکندر لودي له امر اؤ څخه وو . په ٩٠٨ هـ ق کال سلطان سکندر لودي د لاهور حکومت ورکړ. د سلطان سکندر له پاچاهۍ نه وروسته د سلطان ابراهيم لودي چې پر پاچاهى کښيناست خپل وزير يي مقرر کړ  په خورا درنه سترگه ورته کتل ( ٢ ) .

          دولت خان لودي د سلطان ابراهيم لودي په وخت کې د پنجاب د صوبى د والى په حيث مقرر شو او د لوديانو د کورنۍ يو نوميالى سپه سالار وو او د لودي خاندان د پادشاهانو يو اعتبارى امير وو . د ځينو حکومتى مسايلو پر سره د هغه او سلطان ابراهيم لودي ترمينځ اختلافات رامنځته شوو ، په همدى دليل سلطان ابراهيم لودي هغه ډهلى ته او بللو ، ډهلى ته هغه په خپله لاړ نشو او خپل زوى دلاور خان ئي اوليږلو په دى خبره سلطان ابراهيم ډير خفه شو او دلاور خان يي د ډهلى زندان ته واچول ، چې د قيدى اميرانو حال په خپلو سترگو ووينى او د بادشاه د مخالفت نه خپل پلار او ويروى . ابراهيم خو هغه په دي غرض زندان ته ليږلى وو ، چې دى به اووريږى او خپل پلار به زما لاس ته کښينوى . ولى دلاور خان په څه چل ول د ډهلى دزندان نه په تښته کې کامياب شو او چه څه يي ليدلى وو د هغى نه يي پلار خبر کړ . اوس دوى دپاره د بغاوت نه بغير بله لار نه وه (٣) .

          د سلطان ابراهيم د پاچاهى په وروستيو کلونو کې د کابل پاچا ظهير الدين محمد بابر ډير غښتلى شوى وو . دولت خان لودى او د هغه زوى دلاور خان او يو شمير نور لودى پښتانه د بابر سره يو ځاى شوو او د سلطان ابراهيم لودي په ضد د هند دنيولو لپاره ملاوتړل . په پاى کې ظهير الدين محمد بابر د دولت خان لودي او نورو لودي اميرانو په ملاتړ پر سلطان ابراهيم باندى بريالى شو او په ١٥٢٦ز کال يې په هند کې د گورگانى سلطنت بنسټ يې کيښود .

منابع او ماخذونه

          (١)- محقق عبدالرحيم بختانى ، بابر او پښتانه ، پيښور ، ١٣٨٦ هـ ل ، ١٠٩ مخ .

          (٢)- پوهاند عبدالشکور رشاد ، لودى پښتانه ، پښتو ټولنه ، کابل ، ١٣٤٦ هـ ل (٢٢٨ مخ ) .

          (٣)- سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل ، پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، پيښور ، ( ٤٨٦ مخ ) .