Photo

غزل

عبدالستار سعادت


د ازل وېش و الفت او زړه زما شو
غرور ستا برخه شوه دنګ ښایست د تا شو
زه او زړه به دا طلسم څنګه مات کړو
چې هر څومره درنه تښتو درته راشو
ستا په سترګو کې ورکېږو چې راګورې
څنګه وکړو چې په زړه کې دې پیدا شو
چې د زړه امام د حسن آیت اوږد کړ
د ماښام لمونځ غوندې لنډ عمر قضا شو
تاسې دواړو نه د مینې جمله جوړه
ته خبر شوې سعادت دې مبتدا شو