غزل

 


تواب ترابي

ځــان رانــه ســاتـي دومـره دلـبـر لـرى
څومره چې دَ زمکې نه دے نمر لرى

ستـا سـو دَ کــور ور مې لـرى ؤلېـدو
پــرېښــودلـــو ما هــم دَ کــور ور لــرى

مـا ورتـــه کتــل دومــره غصـۀ شـولـــه
ښــۀ ده چــې ئـې خــوا نــه ؤ کـمــر لـرى

بـې لـمـا او تـا هېڅ څــوک خـبـر نـۀ وو
ورسـېــــــدو څنـګـــــه دا خـبـــــر لـــــرى

ستا پۀ شان مې څوک پۀ زړګي ښۀ لږي
ورســـي کـــۀ ډېـــــر زمـــــا نــــظـــــر لــــرى

داسې ښکارې ته وے بس دے ځمه خو
مـۀ وايــــه دَ تـــلـــــــو لا دے سحـــر لـــرى

دومــره انتظار بـه تــــواب څنګــــه کـــړي
يـــاره ستـــا وعـــــده خــو مـازيګـــر لـــرى