وصيت

وامې وره وصيت لورې،قلم دې خپل زيور جوړکړه
مينه په قلم کړه ،خپل قلم دزړګي سر جوړ کړه

نورېې وخت تير شوی ،په ټوپکو توره نه کيږي
توره په قلم وکړه، ترې توپه او ستينګر جوړ کړه

دلته رواجونو کې ،دخويندوبرخې خوارې دي
حق دې دقلم په زور، دوروڼو برابر جوړ کړه

مات کړه درواج بوتان، لورجانې بوتشکنه شه
ته دې له قلمه بوتشکن، تيره تبر جوړ کړه

ځان له مينځيتوبه ،دقلم په زور ازاد کړه ته
ځانته دې ژوندون لورې، پخپله دبشر جوړ کړه

بيادې لورې خپل قلم ،جګ پاس په اوربل وټومبه
ځان په قلم ښکلی کړه، په ځای ېې دګل وټومبه

يا ترې جوړاميل کړه،زنګوه ېې خپله غاړه کې
ياد قيام واوره،خپل قلم په کا کل وټومبه

الحاج الهام الدين قيام
دمارچ ٨ کال٢٠١١
دښځودپيوستون نړيواله ورځ