پښتونه وروره     
 
اې ځما پښتونه وروره                اې ځما پښتونه وروره
دا څه اوشو دا څه کيږي         یې په خپل کور کښې بيکوره
اې ځما پښتونه وروره                 اې ځما پښتونه وروره
 
د شمسو بی بی په غيږ کښې
    د روښان د ننګ صدا ئې
 
ته بچې د ميرويس ئې
ته بچی د احمد شاه ئې
 
د غليم په سر شه  تند ر
تيرۀ طوره د شيرشاه ئې
 
د مغل په کور کښې وير ئې
ستر غيرت د خوشاله ئې
 
د بابا د ارمانونو
ازادی د پښتونخواه ئې
 
د عبدالله د يرغلونو
د صمد د زړۀ سودا ئې
 
زړه کچکول زنځير د اوښکو
د اجمل په څير ګدا ئې
 
پاڅه پاڅه رابيدار شه             غليم اوشړه د کوره
اې ځما پښتونه وروره          اې ځما پښتونه وروره
 
شوې شملې به نورې ښکته
ستا شمله چې به شوه پورته
 
ستا غيرت چې به لمبه شو
زلزلې به شوې هر لور ته
 
ته د لوړ اسمان وې ستوری
نن دې نه پريږدي خپل کور ته
 
د وطن مثال د مور دی
لوپټه په سر کړه مور ته
 
يؤ شئ هيرې تربګنئ کړئ
دښمن او رسوئ ګور ته
 
مټې  پورته کړئ اوچت شئ      
کړه عالم حيران د ې زور ته
 
کرښې ورانې د وطن کړئ
غاړه ووزه دې خپل ورور ته
 
خپله خاؤره اختيار واخله        چې بيا خلاص شې د پيغوره
اې ځما پښتونه وروره                    اې ځما پښتونه وروره
 
اې ځما د زړه ارمانه
ځما لوې افغانستانه
 
ستا په سيمه اور بليږی
زړه م ژاړی د خفګانه
 
که کابل که پيښور دې
دواړه سوزی د هر خواه نه
 
 
باغ د ګلو مې تاله شو
هم د سوات هم د پغمانه
 
د شمشاد هم د خيبر نه
لمبې خيژی تر اسمانه
 
د خپل کوره يو بيکوره
هيڅ خبر نه يو د ځانه
 
انتظار راته انګار شو
اوس قيصه شوه ډيره ګرانه
 
د وطن وطن دی چغې
په هر لور د پښتونخواه نه
 
مات زنځير د غلامئ کړه       اذادی واخله په زوره
اې ځما پښتونه وروره        اې ځما پښتونه وروره

 

 

مشال خان ټکر