زړه ته مې لاس مه راوړه چې دومره ویران شوی یم

ستا دې پارلمان ته خو په خدای چې حیران شوی یم

جار دې شم دا نن خو دې زما قبر تیار کړلو

اوس راته مالومه شوه چې ډېر درته ګران شوی یم

 اس مې درکړ تا هغه په بېخ رانه پرې کړلو

لاس مې بېرته راکړه چې معیوب د جهان شوی یم

زه خو لکه ونه مستقیم په خپل مکان ښه وم

نه داسې چې تورو تورو شپو ته روان شوی یم

ستړی ستړی ستړی یم خو ستا بې وسي هم ګورم

نور مزلونه هم شته دي په تابه تاوان شوی یم

ستا دې مبارک وي دغه توره مجلسي جرګه

زه پښتون کمال د درد له غمه په ځان شوی یم

 

 

 محمدالله کمال