زړه او سترګې ګرځوم د ډېرو منځكې
لا دې هسې لټوم د ډېرو منځكې

دنيا تشه راته ښكاري ته چې نه يې
ځان تنها احساسوم د ډېرو منځكې

اوس مې مينه رسوا شوې پټه نه ده
په نامۀ دې يادوم د ډېرو منځكې

ټول آمين كړي نه چې ټول په تا مين وي
چې دعا درته كوم د ډېرو منځكې

بېلتانۀ كې دې غرور راپاتې نه دى
ژاړم اوښكې تويوم د ډېرو منځكې

د ديدن خيرات يې غواړم سعادته
د سوال سترګې اړوم د ډېرو منځكې