شپه رابولي او رڼا په كاڼو ولي
خلك زموږ د ژوند سبا په كاڼو ولي
زموږ خپلوي يې د نظر د تلو خار ده
ځكه ما او هم اشنا په كاڼو ولي
زموږ د كلي د دې خوار وجود پر ضد دي
هم جومات او هم كلا په كاڼو ولي
فرق مو نكړي دي بلا راته اخستي
هم مو خان او هم ملا په كاڼو ولي
د روغتون او د مكتب نړېده غواړي
هم معلم هم مسيحا په كاڼو ولي
غواړي نوم مو د تاريخ له پاڼو وران كړي
هم مو نن او هم پخوا په كاڼو ولي
د مكارو نزدېكت هيڅ په كار ندى
نن مو خپل سبا مو بيا په كاڼو ولي
كه خپل سر له ماتېدو غواړې افغانه
نو پر لاره د يوالي ګام په كار دى
ځان ځاني ته شا كول د وخت اړتيا ده
و بريا ته زما او ستا ادغام په كار دى
د كاروان اصل منزل ته رسول دي
د دښمن هر يو خوځښت ته پام په كار دى
د روښانه سباوون په خاطر ټولو
لراوبرو ته يو ګډمرام په كار دى
چي يو موټى يو قوت وي بوريواله
د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى
28.02.2010
- اسدافغان
خدا زده خوشحال يم که خفه يمه زه خلکو دا څه وشول په څه يمه زه چې دی جانان دزړه کرار يم کنه؟ که دی يو څو ورځو ميلمه يمه زه ليلا زړګی راته سوغات راکړی دې ليونو سترګو رانجه يمه زه بیا مې په خوب کې ده جانان راغلئ لګ خو مې پریګده چې ویده یمه زه جینئ لباس دې ده اغیارو کړئی خو ځان ته وایئ پښتنه یمه زه يمه ږوندئی خو هيڅ ږوند نه لرمه حیران ولاړ ګوته په خوله یمه زه ورک شه ساقې شراب دې نه غواړمه...
09.03.2010
- اسدافغان
نن مي بيا بل اور پر بشر دی بيا مي ته يادېږې هر يو ساعت تر بل بتر دی بيا مي ته يادېږې هلته چي موږ به سره ناست واوس مي پښې نه ورځي اوس بې لتا هغه ځاي بر دی بيا مي ته يادېږې سايې اوږدې شوې د ژوندبله ورځ بې تا تېره شوه لمر د کوهار ده غره پر سر دی بيا مي ته يادېږې اوريځو بيا د لمر و مخ ته تور ټکری ونيوی څومره په زړه پوري منظر دی بي امي ته يادېږې يو څه مي زړه راته اشنا زړې کيسې تيري کړې بل د بوري ژړ مازيګر دی بيا مي...