ډيره موده ورکه وه پيدا شوله
وله اجنبی اوس مي ليلا شوله
ډکه دغيرت او د همت نه ده
ځکه په ما ګرانه دلربا شوله
هري خواته وه توره تياره خوره
داچي راښکاره شوله رڼاشوله
ملا منع به نشم دګل مخي يار
نور مه راته وايه چي ګناه شوله
وخت باندي پوه نشوم زه ديار غيږکی
څومره لنډه شپه وه چي صبا شوله
نن ئي چي په شونډو بيا زخمي کړمه
زه غصه غصه دا په خندا شوله
زه چي ورنه ولاړم مرور شومه
دالکه ماشومه په ژړا شوله
زه ئي چی مئين کړم اوس مي نه پوښتي
دا څنګه نخره څنګه ادا شوله
کله چي ګودرته سيدشاه راغئ
دا په نيمه لار کي په ګډا شوله