يو وخت یو ملګري راته وویل چې”رحیم“ دې تخلص دې، ما ویل نه، دا مې د کورنۍ نوم دې- بیا یې وپوښتلم چې تخلص دې څه دې، ما ورته وویل چې نه یې لرم- اشنا مې پوښتنه وکړه چې ولې تخلص نه لرې، ما ورته وویل چې ما تراوسه پورې هغه نوم چې مور او پلار راته ټاکلې د هغې حق نه دې ترسره کړې نو تخلص به څنګه ځان ته وټاکم- سړې حیران شو او پوښتنه یې وکړه چې څه مطلب؟

اشنا ته مې وویل چې مور او پلار راباندې مشتاق محمد یعني د محمد (ص) مینه وال نوم ایښې دې او دا نوم یې راته زما په اند ځکه غوره کړې چې د محمد مینه وال شم- د مینې لومړئ غوښتنه دا ده چې محبوب خوښ او رضا وساتې، هر هغه څه وکړې چې د محبوب ښه راخي او له هغو ډډه وکړې چې د مینې دې نه خوښیږي- خو ځه چې دا اوس ځان او خپل کړه وړه ګورم نو ډیر هغه څه کوم چې د محمد خوښونکې او مینه وال یې باید ونکړي او ډیر هغه څه نه کوم چې د محمد(ص) د خوښۍ لامل ګرځي- نو همدا ده چې ځان د خپل د نوم په مقابل کې پړ بولم او پوهیږم چې تراوسه مې د خپل نوم حق نه دې ادا کړې- هر کله مې چې دغه حق ادا کړ بیا کیدې شي چې ځان پورې یو څه نور ښه هم وتړم خو د اوس دپاره مې همدا خپل د مور او پلار ټاکلې نوم بس دې-

نه پوهیږم چې څنګه ځواب به وو خو ما ناپوهه د خپل کم عقل او لږې پوهې په رڼا کې ځواب ورکړ-