یو کس پیژنم، خپله د ښکلیلاګرو سره په افغانستان کې سنګر کې پروت دې او معیوبه زوې یې لږه موده کیږي په قاچاقي ډول لندن ته ولیږه، زوې یې هلته د دولت د مخالفینو څخه د ویرې په پلمه سیاسي پناه غوښتې ده-
یو بل دې، زوې یې په کابل کې یوه نړیواله موسسه کې کار کوي، پلار یې درګرده د دولت د مخالفینو له صفونو څخه د حکومت او ورسره کارکونکو پرضد تبلیغ کوي، د دولت د پرځولو پلانونه او ستراتیژیانې جوړوي-
یو بل کس مو په کلي کې اوسیږي، په جومات کې ترې ټول خلک په عذاب دي، چاته واي پینسې پورته کړه او چاته واي سترګې د مانځه پر مهال ټیټې ساته، څوک د صف په ناسم جوړولو رټي او څوک په منډه پر وتلو، زوې یې بیا هغه بله ورځ زمونږ د سیمي ناي نه د امریکاي پوځیانو (Marine Corps) په شان ویښتو جوړولو غوښتنه کوله-
یو بل ملګرې مې دې، د پردې او پرده دارۍ خبرې کوي، کورنۍ پورې يې د سپیڅلتیا د ښودو دپاره یو لړ لقبونه هم تړلي دي، د کور د واده یې راته چا حال ویلې، خبر شوم چې د واده د کور ښځو يې د هندي سینما ښځینه لوبغاړو سوناکشي سنها او کرینه کپور جامې چې نیمه بربنډې وې پر تن کړې وې –
یو ملګرې مې دې، د تیلو ډیر غټ کاروبار لري- هو! امریکایانو ته هم تیل ورکوي- پلار یې هر کال حج ته ځي، ځانته نه بلکې د کلي دوه درې غریبان هم د الله د رضا په خاطر له ځانه سره وړي، هر کال حج ته د تګ دپاره هره نامشروعه لاره یعني واسطه او پیسې په کار اچوي، په حج کې امریکا ته سختې ډیرې خیرې کوي، او تل غواړي چې خداې دې امریکایان په افغانستان کې وشرموي! دغه کس افغانستان ته دامریکایانو د راتګ نه ترمخه څه وو، نه ېې درته وایم!
یو ملګرې مې دې، د افغانستان نه اروپا ته د افغانستان دپاره ټاکلي یو بورس کې د لوړو زدکړو دپاره غرب ته لاړ، له زدکړو وروسته یې هلته سیاسي پناه واخیسته او بیرته را نغې، هره ورځ کرزي او د هغه د ملګرو د فساد په اړه په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک او ټویټر) کې لیکنې کوي، کنځي یې او بد رد پسې واي! فساد یې بدې راځي او په فسادیانو لعنت واي-
نور هم ډیر خپلوان، ملګري او کلیوال لرم چې بیلا بیلې چارې کوي، د قول او فعل تضاد لري خو نه یې لیکم،نه یې درښیم، ولې چې بیا رانه خپه کیږي-
نو دا ولې! نو دا ځکه چې زه هم ده همدوي له ډلې یمه، وایم چې هر څه چې وینم وایم به یې خو د خلکو له خپګانه هم ویریږم