تورې ځکمې دښمنانې، زما غرونه دښمنان دي
د پردیو څه ګیله ده خپل مې وروڼه دښمنان دي

ماله خوب کې ارام نشته نه په ویښه کې سکون دې
شوګیرونه مخالف دي او خوبونه دښمنان دي

د لیلا سره یې بد شم په فراق مې هم قارجن دي
د صحرا دا تورې شګې زما ښارونه دښمنان دي

زه پښتون په ځکمه سوزم او اسمان ته لاره نشته
سره سکروټه شوله ځکمه اسمانونه دښمنان دي

پیغلې ساندې کوي ژاړي خو ماتم لره ځاې نشته
خپل انګړ یې سوځیدلې ګودرونه دښمنان دي

زه رحیم غواړمه پوه شم دا سزا د کوم عمل ده
خو پوښتنې غلیمانې، ځوابونه دښمنان دي

(wrong enemy) غلط دښمن په نوم د کتاب د یوې برخې د لوستو پر مهال مې دا کرښې را په زړه شوې او ومې لیکلې- تاسې دوستانو سره د خپل زړه درد شریکومه