د زوکړې ورځ
ژوند په بل یو پسرلي یم نازولې
دري دیرشم هغه مې نن رارسیدلې
بار د ګلو مې یارانو چمتو کړې
"مبارك
دې شه" پیغام یې دې راغلې
خو پخپله زه حیران یمه چرتي یم
څومره زر دغه تاریخ را ګرځیدلې
لږ د مخه خو مې
تیر وو لمانځلې!
څومره تیز دغه یو کال دې کوچیدلې!
تیر وژاړم که د نوي لمانځه وکړم
دا د زوکړې ورځ زه ډیر یم حیران کړې
اوس نو راز راته د عمر را معلوم شو
دا یوازې بس د تګ لره راغلې
هغه چا د عمر ګټه لاس ته راوړه
چا چې زړه ده بندګانو دې ګټلې
او هرو مرو هغه هم بریالې شو
چا چې قرب د لوې الله هم خپل کړې
بس رحیمه نور همدغه چارې خپل کړه
تیر خو هسې دې هم هسې دې تیر کړې!