التجا
خلك واي چې تيارو پسې رڼا ده
د سپرلي راتله خزان پسې ريښتيا ده
خوزمونږ په چم كې دا خبرې دروغ دي
دلته تل د تورو شپو مسته نڅا ده
يو د بل په وينو شپې تيروي دلته
دا د تورو بلاګانويوكلا ده
مونږ بچي ددغه كلي دغه كوريو
داسزاموبس له دې يوې ګناه ده
خپل مو وژني د پرديو په لمسون
د بدرنګوبس همدغه يوه بوختيا ده
له تاج پرته مو د هيلوډيوې مړې دي
رحم وكړه، دا يوه مو التجا ده
26.11.2011
- مشتاق رحيم
دا ترڅو به مونږ کړیږو
نور تر کومه به ژړیږو
بم ، بارود خو مو دښمن وو
اوس هوا نه هم نړیږو
د خدای قهر پر مونږ جوړ دی
د خپل ورور په دار ځړیږو
رحیم نه پوهیږي کله
شعر د غم نه به خلاصیږو...
26.11.2011
- مشتاق رحيم
افسوس
نه مې لبا س ، نه مې اندا زخپل دې
نه مې دې ترنګ او نه مې ساز خپل دې
بياهم نعرې كړم چې افغان يمه
دازما چغه، دا اواز خپل دې
لكه هنداره كړي پيښې د نورو...