څه ښکلې یوه شپه وه، د یارانو په دیره کې
ښایسته ګرمه میله وه، د یارانو په دیره کې
ټوکې وې بحثونه وو قیصې او مشاعرې وې
رنګینه سلسله وه، د یارانو په دیره کې
چې هڅې تیری نه شي دا څو شیبې د وصل
همدا مو اندیښنه وه، د یارانو په دیره کې
روڼ تندې، پراخه غیږه او اخلاص منه خندا
دا غونډه پښتنه وه، دیارانو په دیره کې
پاتې شه ، مه ځه ، وخت دې مونږ سره ډیره کم تیر کړې!
همدا یوه ګیله وه، دیارانو په دیره کې
بیا وخت رحیمه راغې چې یاران سره جدا شي
داڅه ترخه شیبه وه، د یارانو په دیره کې
هڅه مې کړې چې د جلال امرخیل سره په بلجیم کې کړې شپه د شعر په ژبه دخپل یاداشت پاڼو کې ولیکم ـ د ایمسټرډیم نه دبۍ ته د سفر پر مهال ۱ جولای۲۰۱۱
27.07.2011
- مشتاق رحيم
دافغانستان د کرکټ بورډ د ستراتیژۍ ببو لالې - ټولو ته ځواب
مشتاق رحیم
پرون مازدیګر د خپل ورځني عادت سره سم د ټول افغان ویبپاڼې کتولو کې بوخت وم چې د کرکټ په اړوند مې یوه نوې لیکنه ولیدله او بیا دخپل د ماشومتوب څخه راپدیخوا عادت له لاسه مې هر څه پریښودل او لوستو ته مې یې ځان چمتو کړو ـ کله چې مې ” دانش د کرکټ بورډ...
26.11.2011
- مشتاق رحيم
ویر
په لر مو وژنی او په بر مو وژنی
کوټه کابل او پیښور مو وژنی
خدای خبر ولی او دچا په لمسون
داخونړی، سړی د سر مو وژنی
پس د اوږدو شپو مو رڼا لیدلی
دغه بدمرغه سپین سحر مووژنی
سړی خو پریږده دوی مو ښځی کوچنیان
ستوری سپوږمۍ وړانګی د لمر مو وژني
خدایه قهار شه دوی هادی نه منی...