د فضيلتماب پير سيد احمد ګيلاني وياړلی شخصيت ،کړنې او دځينې فيسبوکي مزدورانو اندونه
په ځينو فيسبوکونو او خواله رسنيوکې بعضي بې مسؤوليته اشخاص د افغانستان د ملي اسلامي محاذ بنسټ ايښودونکي ،مشر او دسولې عالي شورا رئيس فضيلتماب پير سيد احمد ګيلاني پسې دروغجن او له فساده ډک تبيلغات کوي چې دا زما په اند اصلاً خپل ځانته توهين کول دی،کله چې په يو چاکې څه نه وي او موږ يې ورپسې ووايو نو دېته بهتان وايي اوکه په چاکې څه وي او پسې شا يې ورپسې وايو نو بيا موغيبت کړی دی، چې دواړه لويې ګناوې لري او دالله جل جلاله په نزد بهتان او غیبت کوونکی دواړه ګنګهار دي.
ځينې خلک ليکي چې د پيرصاحب مريدان عجیبه خفګان کوي او دوی د خفګان ډولونه ځانګړی دی خو زه دوی ته وايم چې: دلته خبره د پیرۍ او مريدۍ نه بلکې د مينې او خلوص نغښتې ده،فضيلتماب پیر صاحب خپلو ټولو هېواد والوته دومره مينه ورکړې چې اوس يې له لاسه ورکول د هر چا له توان څخه پوره ندي اونه يې هم غم هر چاته د زغملو دی.
پيرصاحب يواځې د يوه ولايت د خلکو نه و،په يوه ولايت کې منحصر نه و،هغه يو مخلص افغان،مسلمان او ستر شخصيت و.
پير صاحب د چا وينه نده تويه کړې،اونه يې هم څوک دې ته هڅولی دی چې د چا وينه تويه کړی او خپل لاسونه دی د مسلمان په وينه سره کړی بلکی تل یې یو شعار ورکړی دی چې د مسلمان له وینی تویولو ځان وساتئ.
فضيلتماب پیر صاحب تل د جګړې په ښکيلو غاړو غږ کړی دی چې ژوند په شخړو او جګړو نه بلکې ژوند په سوله او مینه کې دی،راځئ سره را ټول شئ، يوبل ته لاسونه ورکړئ او له خپلو خلکو او هېواد څخه دفاع وکړئ،پردي يرغلګر ته يو لاس شئ او له ځانونو څخه د ځنځير کړئ جوړه کړئ،مه پرېږدئ چې دا کړئ مو په نفاق سره وشلېږي بلکې تل يې د مستحکم والي لپاره کوشش وکړئ.
پير صاحب داسې په وطن او خلکو مين شخص و چې د ملي منافعو لپاره يې تل قرباني ورکړې او لوی مسؤوليتونه يې په غاړه اخستي دي.
ځينې بې خبره او هغه څوک چې له خپل ځان څخه خبرې کوي او يا هم د هغو بهرنيو اجنټانو لخوا چې دافغانستان په ابادۍ او او دافغانانو په يووالي کې خپل زوال او شخصي ګټې په خطر کې ويني مقرر شوي څو کوڅه ډب بيا دا تور پورې کوي چې فضيلتماب پيرسيد احمد ګيلاني غاصب و او ډېرې ځمکې يې غصب کړي دی دهغوی لپاره به دومره وايم چې نه ! داسې نده،زه به ستاسې د زياتو معلوماتو او فکر د روښانه کولو لپاره دومره ووايم،کله چې يوڅوک خپله شخصي ځمکه چې له پلار اونيکه څخه ورته پاتې وي،نورو خلکوته بخشش ورکوي،مسجد لپاره يې وقف کوي، مدرسې ته يې ورکوي، يوه بې وزلي ته يې ورکوي،هغه څوک چې په خپله ځکه کې د دولتي پايو ټکس دولت ته بخښي ،هغه به د بل مظلوم ځمکه څنګه غصب کړي هغه به له زورواکو څخه څنګه کور غصب کړي او هغه به له چا څخه څنګه مال او جایداد غصب وکړي، غصب خوهغه څوک کوي چې وس اوتوان ولري،زر او زور ولري،پيرصاحب خو تل خپل ځان ددې هېواد يو عادي شخص ګڼلی دی او حتی د هېواد په يوې مرغۍ يې هم د وژلو زړه نده شوی، د يوه میږتون کور یی هم ندی وران کړی،نو بيآ ولې ځينې خلک جناب پير صاحب هم له نورو ډیروسره په يوه تله کې وزن کوي.
ډېر ښاغلي بيا وايي چې ولې په پير صاحب پسې غريب خلک ژاړي؟
وګورئ هرکله چې يو چا ځان د نورو په درد او غم کې شريک بللی وی،کله چې يوچا د بل اوښکې وچې کړې وي، کله چې يو چا د بل د عزت لپاره هڅه او هاندونه کړي وي او کله چې يو چا دخپل مظلوم ولس او لپاره خپله اوښکې تويې کړې وي ،کله چې يو چا دبل په قبر او جنازه کې ګډون کړی وی او کله چې يو چا د خپلو خلکو د روغ اوناروغ پوښتنه کړې وي نو بيا ولې دهغه په درد بل څوک ونه دردېږي،ولې بل ونه ژړېږي،ولې بل څوک دهغه غم ته کوچنی فکر وکړي اوبله مهمه خبره دا چې يواځې غريب نه بلکې هر هغه څوک چې ځان افغان او مسلمان بولي د پيرصاحب په مرګ وژړېده هر هغه څوک چې په سينه کې زړه لري او ددې خاوري اوسېدونکی دی ويې ژړل او هر هغه څوک چې په اسلام او هېواد مين وي ويې ژړل.
او ددې هرڅه ترڅنګ فضيلتماب پير صاحب يو ملي،جهادي او روحاني شخصيت و هغه د سرورکائنات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د اولاده و څخه و،هغه د يوې علمي کورنۍ څخه و هغه ته الله جل جلاله عزت،شان او شوکت ورکړی و او کله چې عزت او زلت د الله جل جلاله په لاس کې دی ولې يو انسان ورباندې رښه وکړي،ولې کينه ورشي او ولې يې د توهين لپاره قلم پورته کوي او د عامه خلکو ذهنیتونه خرابوي،ايا دا ګناه نلري،ايا دا د باطل پر ضد له حق سره جګړه نده ،ايا دا له انسانيت او بشريت سره ظلم ندی او ایا دا د يوه چا په لمن داغ لګول ندي؟
خو دلته بايد ډېره ګيله هم ونکړم ځکه چې دې خلکو ان د خدای جل جلاله ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پسې هم ډېرې خبرې کړي او دهغه توهین یی کړی دی، همدې بشر په هغه پاک شخصيت هم خاوری اچولی دی، په کاڼو او لوټو يې ويشتی دی او په هغه پسې يې ډېر دروغجن تبيلغات کړی دی خو هو دایوه خبره هرو مرو کوم چې په دې کې هېڅ ګټه نشته،هسې د نورو په خوله او تحریکولو مه تېر وځئ او دخپلو ملي اشخاصو توهين مه کوئ.
روښان لمر