بس دی نور غم سره یاري کوومه
ستا د ستم سره یاري کوومه 
ښکلی بی لوظه می نور نه دی پکار
نه یې دچم سره یاري کوومه
رقیبه ستا په زړه به غم پاتې شي
ځم د صنم سره یاري کوومه
دا پسرلی او دا وږمې نه غواړم
ګورم ماتم سره یاري کوومه
ساګره یار چې بې وفا شو درنه
نور به کم کم سره یاري کوومه