کتنې:

کتنې:

ماټول خپله په ځان کړي،پرې اقرارکړم

نارواده چې خپل پړه ،په بل وربارکړم

 

چې په  خپله مې دځان سره،بدکړي

ددې بدوپه تور، ولې ؟توراغيارکړم

 

چې دځان اوشتوټول واک مې  يارته ورکړو

په پرديوله هرڅه سره ،خرڅ يارکړم

 

مامې خپل اختيارديارپه واک کې ورکړو

زه دياراختيار،پخپله بې اختيارکړم

 

چې مې خپل يار درقيب  په پله،پل کيښود

اوس به څنګه زه پردي ،دځان په لارکړم

 

زه ديارپه انتخاب کې ،ملامت يم

خپله ګرم يم،څه ګيله به له روزګارکړم

 

زه منکرخلکودخپلوکړو،وړونه يم

خپله پړه منم،دپړې څرګنداظهارکړم

 

چې کرې هغه به رېبې ،دامتل دی

له بوکاڼې به،څه تمه د انار کړم

 

دغروراندازمې هرچاته،معلوم وو

خوکچه يارمې دخواروځېنې خوارکړم

 

خلکوراشئ،کاڼي راوړئ په لاسوکې

زه قيام پخپل ځان ،حکم دسنګسارکړم

څو نور شعرونه :

خلک هوښیار شو/ ارواښاد صاحب شاه صابر

د ويرونو اختر / الحاج الهام الدین قیام

نصيحت / سمیع الله خلیل

لونګين / جواد

غزل / الفت سيال

اختر / زرمينه عظيمي

تبصره وکړئ!