کتنې

کتنې

 داختر په راتګ هيڅ نه يو خبر مونږ

نه راغلی نه ليدلی دی اختر مونږ

که اختر وای نو پخلا به مونږ يو بل وو

لاخوګرځو يو له بله،مرورمونږ

اخترنشته دلته غم دی،دلته ويردی

چې سپارو خاوروته،مړي سرپه سرمونږ

نه خوښي شته ،نه مستي شته ،نه نمانځل شته

لاټول ناست يو دماتم په ويړ ټغر مونږ

اختر نه دی ،دغم  وير په ګډه  نمانځو

ګډ دخپلو په غم ژاړو ،کم او ستر مونږ

خدايه ته يي لکه مونږ ،اختر ماتم کړې

چا چې واړولو خپل منځ کې، په شرمونږ

په مونږ راولې دسولې اختر خدايه

چې شو ټول هيوادوال ،وروڼه همسنګر مونږ

خدايه مونږ افغانان وروڼه، سره يوکړې

چې دوروڼو په څېر ،کړو په ورور باورمونږ

هغه ورځ به په قيام داختر ورځ  وي

چې بيا يوشو افغانان، دلراوبر مونږ

څو نور شعرونه

نصيحت / سمیع الله خلیل

لونګين / جواد

غزل / الفت سيال

اختر / زرمينه عظيمي