کتنې:

کتنې:

صاحب شاه صابر:

څوک مې د جام ملګري، څوک مې د غزل ملګري

زما پۀ دې ښار کې بلا دي، د محفل ملګري

د زلفو سيوري ته د سور انګار خبرې کوي

خو د حالاتو پۀ غرمو نۀ دي، د زغل ملګري

د چا پښې ماتې وې، د چا لارې ته ملا ماته وه

ما به تر څو پورې پۀ ځان پسې راښکل ملګري

ما له خو ټول عمر حالاتو حوصله راکړې

ما نه خو تل پۀ نيمه لار کې تښتېدل ملګري

دلته پردي د چا د پښو زولنې نۀ جوړيږي

دلته خو هر سړي ته لارې نيسي خپل ملګري

څوک دي او څنګه دي، پۀ څۀ غرض، د څۀ لېوني

ما د جنون صحرا کې ښۀ وپېژندل ملګري

زمونږ لۀ مستو اتڼونو به ترڅو لرې وي

د ذات تيارو کې به تر کومې پټېدل ملګري

ښکلي کۀ هر څو کبرجن شي ستا پرې څۀ صابره!

ستا لۀ محفله کۀ يو لاړ شي، راشي سل ملګري

رحمت الله درد :

ځان سره دار ته خو ما هم نۀ خېژول ملګري

خو دومره ده، چې تماشې ته به راتلل ملګري

منم چې لاره د وفا ډېره ازغنه لار ده

بيا دومره زر به لۀ ما، نۀ واپس کېدل ملګري

بېګا مې خامخا لۀ سترګو نه چا خوب وړی ؤ

بيګا مې واړه شپه پۀ زړۀ راورېدل  ملګري

ما به پۀ کاڼو لۀ شا ولي!، ما دا کله منل

نن مې پۀ خپلو ګناهګارو وليدل ملګري

خلک حيران دي چې لۀ کاڼو نه  چينې ووتې

زۀ يې چې شګو ته سپارلم، ژړېدل ملګري

واړه د حق د لار ملګري يو، نور فرق مو نشته

څوک دي پۀ لار کې، څوک تر دار ورسېدل ملګري

زۀ چې مقتل ته رسېدم درده تنها پاتې وم

پۀ هر قدم رانه پۀ شا پاتې کېدل ملګري

څو نور شعرونه:

دوه شعرونه / سايل او جلال

دوه شعرونه / صاحب شاه صابر او بختيار ساحل

                                                 ټول . . .