ليکنه : دوه کلنه ماشومه ، ٤٥ کيلو وزن لري! | ژباړه : فاطمي | څانګه : بېلابېل مالومات |کتنې :کتنې:

د چين د دولتي رسنيو پۀ راپور کې راغلي، دغه ماشومه چې يوازې دوه کاله عمر لري او د دې هيواد پۀ شمال کې ، پۀ «دونګ نیو» کلي کې ژوند کوي ٤٥ کيلو ګرامه وزن لري.

دوه کلنه ماشومه، ٤٥ کيلو ګرامه وزن لري!

دغه ماشومه چې «فان سیجیا» نوميږي او د «شانګژی»پۀ ايالت کې اوسيږي، هره ورځ د خپلې مور او نيا لۀ خوا د پلي تګ لۀ پاره د باندې وړل کيږي، مګر د زيات وزن لۀ کبله نۀ شي کولی چې پلی تګ وکړي.

د « شين هوا » د راپور لۀ مخې د دې ماشوم مور او نيا هغه پۀ شا وړي، همدارنګه د دې ماشومې کورنۍ د دې د وزن د کمولو لۀ پاره ډېرې هلې ځلې او لګښتونه وکړل، مګر تر اوسه يې نتيجه نۀ ده ورکړې ځکه چې چاغوالی د دې کورنۍ د غړو ارثي خاصيت دی.