ليکنه : روغتيا | ليکوال : بغداد ارماني | اخيستنه : ټولنيزې ناخوالې ، عوامل او حل لارې |
|
د خدای (ج) پۀ بې شمېره نعمتونو کې يو هم لۀ خورا ارزښت څخه ډک نعمت د انسان جسمي او رواني روغتيا ده، چې پۀ مټ يې د ژوند ټولې خوشالۍ او برياوې ترلاسه کيږي.
روغ وګړي د سالم فکر او عقل لرونکي وي، چې کولی شي د انساني ژوند اړينې چارې پۀ پوره برياليتوب سره پر مخ يوسي او پۀ پای کې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ټولو وګړو لۀ پاره د هوساينې او نېکمرغۍ سبب شي .
پوښتنه دا ده چې : د ټولنې روغ وګړي کوم او د کومو ځانګړتياوو لرونکي وي؟
آيا هغو وګړو ته چې پۀ جسمي او ظاهري بڼه د ښې سټې لرونکي وي، روغ ويلای شو کۀ نه؟
د دې پوښتنو د ځوابولو او سالمې روغتيا د معلومولو پۀ موخه بايد د شخص فعاليتونه، حرکات، د ژوند سره مينه، هيلې، خوشالي، ټولنيزې کړنې او د کار او دندې سره مينه او دلچسپي وګورو، څو جوته شي چې شخص رواني روغتيا او ستونزه لري او کۀ نه؟
تر ډېره بريده رواني ستونزې د شخص د جسمي ستونزو لامل ګرځي ، چې پۀ ترڅ کې يې شخص د معدې، زړۀ، لوړ فشار او د غړو د فلج پۀ ناروغيو اخته کېدای شي.
نو پۀ دې اساس ويلی شو چې هغه وګړي چې يوازې روغتيا ولري او لۀ رواني روغتيا څخه بې برخې وي، د ټولنې روغ وګړي نۀ شمېرل کيږي .
روغ وګړي پۀ رواني او جسمي توګه روغ، پۀ ورځنيو چارو کې بريالي او د سالم عقل پۀ لرلو سره پۀ ژوند کې د کړاوونو او ستونزو سره د مبارزې توان لري، د خپلو ملګرو او خپلوانو د مجلسونو او ناستو څخه خوند اخلي او دا مني چې پۀ ټولنه کې لۀ يو او بل سره مرسته او لاس نيوی د انساني ژوند لازمي او غوره ځانګړنه ده او پۀ همدې سالم نظر د ټولنې د ټولو افرادو سره ژوند تېروي .
روغ وګړي سالم عقل او فکر، ښۀ خيالات او رواني سالم ځواک لري، چې لۀ امله يې د رواني او بدني خوښۍ او ډاډ څخه برخمن وي .
روغ وګړي پاکي او نظافت پۀ منظمه مراعت کوي او تل د خپل ځان، جامو، چاپېريال، خوراک او څښاک د پاکوالي پۀ فکر کې وي .
روغ وګړي د خپلې جسمي روغتيا تر څنګ، خپلې رواني روغتيا ته هم ډېره پاملرنه کوي، د انساني ژوند ټولې چارې پۀ پاک نيت او پاک وجدان سره سر ته رسوي، د خپلې خوښې کار، مناسب سپورت او پۀ خوشال طبعيت سره د بې ځايه اندېښنو او خيالاتو څخه ځان ساتي، مناسب خوب، خوښي او د زړۀ ډاډ يې ورځني عادتونه وي .