صاحب شاه صابر :

څۀ خواږۀ کاتۀ کوي

مينې له مې زړۀ کوي

څۀ  د قهر اور کري

څۀ  د غضب تلۀ کوي

عشق او صبر اور ، اوبۀ

هيڅ ګوزاره نۀ کوي

ستا پۀ غم غني زړونه

نور غمونه څۀ کوي

هر پرهر مې هاغسې

اور کوي اوبۀ کوي

څۀ هغه يو ښکلی به

چا، چا سره ښۀ کوي

هر څوک خو صابر نۀ وي

هر څوک ښکلي څۀ کوي


 بختيار ساحل :

راشي شوګيره کوي

ټوله شپه کيسه کوي

څۀ لېوني خلک دي

جنګ کوي جګړه کوي

عشق ، خلوص او زغم ، وفا

څومره ښه واره کوي

سترګې چې ور واړووم

سره واوړي خوله کوي

بيا يې سترګې پټې دي

بيا به څۀ بانه کوي

زمونږ شعرونه هيڅ نۀ دي

خوند يې سريزه کوي

تا ته انتظار سپوږمۍ

څۀ بلا مزه کوي

يو ځای شول خندا، برېښنا

خدای مې دې پرده کوي

زمونږ دښمن زمونږ کور کې

خوب کوي دمه کوي

اوه، ساحل ويلي وو

بل چېرته به شپه کوي

څو نور شعرونه :

دوه شعرونه / سايل او جلال

غوره غزل / رحمت الله درد

بې ننګانو! / الحاج الهام الدين قيام