سترګې

رحمت شاه سايل :

هېرې مې نۀ کړې خدای زده ولې ستا پاګلې سترګې

ستا لېونۍ غزالې سترګې ستا غزلې سترګې

پټې دې داسې کړې چې لا ډکې ټوپکې دې کړې

داسې دې ولې ډکې ، ډکې تورولې سترګې

لکه چې ستا لېونۍ سترګې ستا پۀ وس کې نۀ وې

زما د واکه خو به هم اخر وتلې سترګې

پۀ شبنم لوند ګلاب يې بويه کۀ سيالي وکړي نن

نن يې پۀ سرو اوښکو کې ډوبې خندېدلې سترګې

لکه د سرو ګلو باران کوي لمبې د خمار

چې پۀ سالو يې پاکولې ورېدلې سترګې

مونږ کۀ د زړونو پۀ انګړ کې سپوږمۍ نۀ لرلې

خو مونږ د ستورو پۀ انګړ کې بلولې سترګې

عشق مو کوو د پښتو رسم مو هم نۀ ماتوو

مونږه د لرې نه پۀ سترګو ښکلولې سترګې

ما چې کوم بوټي ته کتلي اور يې هم اخيستی

ما دي د داسې انتظار پۀ اور سېزلې سترګې

چاپېره الوزي د رنګ او د رڼا پلوشې

دي بې قراره پۀ محفل کې د چا ښکلې سترګې

لکه پښتو چې يې د مينې د ايمان برخه ده

حالات بدل شو خو سايل نۀ کړې بدلې سترګې

 


جلال  امرخېل :

کۀ مو د يو او بل پۀ سترګو وای ګنډلې سترګې

نۀ به لۀ ما نۀ به لۀ تا نه پرېوتلې سترګې

نن مې ستا سترګو کې د خپلو اوښکو رنګ وليدۀ

نن دې زما سترګو کې ګرانه غړېدلې سترګې

زۀ څۀ ساده وم د بازار په دستور نۀ پوهېدم

تۀ څۀ بلا وې دم پۀ دم دې بدلولې سترګې

بانه يې  دا وکړه چې ستا سترګو ته نۀ  شم کتی

کنه نو خدای زده چې پۀ څۀ يې اړولې سترګې

اې د معکوسو سترکو زور به دې پۀ رنځ واړوي

دائينې مخې ته مۀ غړوه غلې سترګې

جلاله تۀ نو ورنه څۀ له سوزې زار دې شمه

د زړۀ قرار ته خو دې ورکړي ښکلې سترګې