لاره دهیلو مو اوږده ښکاریږي
ډکه له اوښکو پیمانه ښکاریږي
عقل منطق او انسانیت ترې درومي
څومره بې ننګه زمانه ښکاریږي
نښه دمینې او الفت ورکه ده
بس له مطلب سره چاره ښکاریږي
د ډالر قدر مو له ورور نه لوړ شو
څه بازاري غوندې کیسه ښکاريږي
ویالې د حرص په هری خوا بهیږي
د دنیا مینه مو میلمه ښکاريږي
هریو نیوکه پر یو بل کوو نن
څومره بدرنګه سلسله ښکاریږي
خدایه! سبا، تۀ  راته ښکلئ کړه بس
که نه بدرنګه زمونږ شپه ښکاریږي
رڼا لږ پام کوه چې خلاصی نه شي
د زړه په وینو ګذاره ښکاریږی