لکه ګل چې د خپل ځان په وينو رنګ وي

زړه مې داسې د ارمان په وينو رنګ وي

پيغمبر د مينې تل په تور د مينې

ببر سر څيرې ګرېوان په وينو رنګ وي

زما زړه يې کړ زخمي په بڼو غشو

اوس دا غواړي چې اسمان په وينو رنګ کړي

د ابليس په واکمنۍ کې خو دا کيږي

څوک چې وساتي ايمان ، په وينو رنګ وي

چينې هاغسې هيندارې پاتې نه شوې

عاقلې اوس د انسان په وينو رنګ وي